pashtana یوني, 2024-03-19, 2:19 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 16

 چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٥ نيټې له غرمې وروسته تر څلورو بجو پوری په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمير نژدی شل زره ته رسيدلی او اټکل کيږی چې ښايی څه دپاسه پنځوس زره تنه په دغه زلزله کې مړه شوي وي .

د روانې مياشتې په ١٥ نيټه له غرمې وروسته د سه چوان ولايت د والي مرستيال لي چنګ يون په يوه خبری ناسته کې د دغې زلزلې په اړه نوی معلومات خپاره کړل او ويی ويل چې تر اوسه د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د زلزلې له امله نژدی يو سل زره تنه ټپيان شوي او څه دپاسه ١٣ زره تنه ژغورل شوي دي.

... پوره متن

Category: خبرونه| Views: 805 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)


 د کانکور داړه ماران

 

د تیری چهارشنبه د ورځې نه په ننګرهار پوهنتون کې د کابل څخه رالیګل شوی استاځو او د ننګرهار پوهنتون ځینې مسولینو د کانکور د ثبت نام او د کارت د ورکولو په نوم ځوانان (د هیواد راتلونکې) چور کړل .چې تعدادیې تقریبا ... پوره متن

Category: ليکني| Views: 985 | Date: 2008-05-16 | Rating: 5.0/1 | Comments (0)

د  کابل       په      یاد
خوار نصیب او مجبورۍ کړمه پر دیسه
ګران وطن ته مې نسیمه سلام ویوســه

چې زما دزړه هینداره شــولـــه مــــاتــــه
هم له ځان هم له جهان شومـــــه مایوسه

که څـو غلو نه وای ورانکړی تــــه کا بله
ډیــر وې ښکلی له لندن او له پــــــاریسه

دکنــړ سیند مې ګــــلان دوربــــل دروړل
ابا سین کې یـــې پښتـــــونـــــه یاره نیسه

ځوروې مې ته احساس او مـــینــه دواړه
نه زړیږې د" نغمــې " دغــــم کـــمـــیســــه
Category: شعرونه| Views: 922 | Date: 2008-05-16 | Rating: 4.5/2 | Comments (0)

ولسمشر حامد کرزى وايي له نړيوالو سره به د افغانستان د بزگرانو ستونزې شريکوي او مرسته به ترې غواړي .

دغه ژمنه ښاغلي کرزي په کابل کې له بزگرانو سره وکړه .

افغان بزگران په تېرو څو ورځو کې په کابل کې جرگه شوي و، چې په پاى کې يې اوږد پرېکړه ليک خپور کړ .

چارواکي هيله لري چې څو اوونۍ وروسته به په پاريس کې د افغانستان د مرستو لپاره جوړېدونکې نړيوالې غونډې کې د کرکېلې د ډگر لپاره مرستې ترلاسه کړي .

د افغان چارواکو او بزگرانو له څو ورځنيو خبرو وروسته ... پوره متن

Category: خبرونه| Views: 854 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

شاعره: خاطره اسحق زۍ-     

يوه نجلي وه نازنينه
ښايسته او نمکينه
د هغې د مخ ښکلا
حيرانه کړې وه دنيا
يوه شپه وخته بام ته
سپوږمۍ خير شوه مخ يې پټ کړ
سپوږمي ږغ وکړ ته څوک يې
چې زما رڼا دې داسې را تياره کړه
نجلۍ نارې کړې ښکلا يم
لکه تالنده ، بريښنا يم
دا زما د مخ ځلا وه
چي يې ته وځورولې
ځواب ورکړ سپوږمۍ داسې
چې نجلۍ يې کړه لا ځوابه
***
ښکلې نه يې ته، اصلي ښکلا زما ده
په تياره کې دغه ټوله رڼا زماده
هر سړی مين په مادی
ګوت په غاښ راته حيران دي
چې دا څنګه ښکلا ستا ده
تباه کړې يې دنيا ده
مونږ خو واړه په سجده يو
له ماښامه تر سهاره
***
نجلۍ غ ... پوره متن

Category: شعرونه| Views: 735 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

 

فلسفي شاعر سيدشاه ((سعود)) ته!

د (زه همدغه شانته ښه يم) كتاب د لوستلو پرمهال

ملنګ نه يې، نه د بل په وره كې ناست يې!

ته پاچا يې او زما په زړه كې ناست يې!

د مست شعر شپېلۍ دې اورمه سعوده!

د غزل نغمو ته ګوښى غره كې ناست يې!

پاڼه پاڼه دې سترګك د رڼا شيندي

د لمرګلي غوندې لمر ته مخامخ يې

ښكلي ټول لكه هندارې درپسې دي

ته نظر يې، خپل دلبر ته مخامخ يې

ته خو هسې هم د دوى دنيا كې نه يې

پام چې ونه وځې له خپلې دنياګۍ نه

نه پوهيږي لا، خبر هم ترې لا نه دي

ډېر بدرنګ ستا د ګلرنګې زندګۍ نه

ستا الوت چې د اسمان سينه سورۍ كړي

له نور ډكې مرغلرې ترېنه راوړي

څو له زړه توى شوي څاڅكي ورته ... پوره متن

Category: شعرونه| Views: 850 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

    هيله افغان 

څه ووايم

زړه مې خوږيږي تاته څه ووايم
وخت څنګه تيريږي تا ته څه ووايم
قسم مې وخواړه چې هيرکړي مې يي
ليواني نه مې هيريږي تاته څه ووايم
له هغې چې پرمااوته هجران راغلي 
اوښکې نه اودريږي تاته څه ووايم
ورځې شپې راباندې لکه کال راغلې
دغم شيبې نه تيريږي تاته څه ووايم
ته ويل چې درته صبرتويظونه وکړم
هيلې زړه نه صبريږي تاته څه وويم

Category: شعرونه| Views: 802 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

 

 

د   یــــــووالـــــید حرکت سمبول : نسیم ستوری 
     د      فــکـــــرونـــــو            ســــره          مـــــل         دی
زمــا     یـــار    زمـــا    جـــانــان    پــــه     شــــان   د   ګـل    دی

چــې   د   حـسـن    د   تــصـویــر    د   ژونــد    سـپرلـی   شـو
د  ځـوانـۍ   پـه   وخـت    زړښـت   بـانــدې   اور &n ... پوره متن

Category: شعرونه| Views: 885 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

 


 

د کاروان په لټون کې                     

لي ... پوره متن

Category: ليکني| Views: 1001 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

 

غزل : عبدالرحمان غضري

ژوندراسره ستړی شو ارمان راسره ستړی شو
اوښکې دي اوزه یمه ګریوان راسره ستړی شو



توره بخته بس دی دداغونوکیسه لنډه کړه
درد راسره ستړی شو درمان راسره ستړی شو

نورې څومره څړیکې دې ازله راته ایښې دي
زړه راسره ستړی شو جانان راسره ستړی شو

ولې دې قسمته دآهاړسندره خوښه کړه
تنده زاهره ترکې شوه باران راسره ستړی شو

وخت لکه دزهرو غړپ ستوني نه تیریږي نه
زه ورسره ستړی شوم هجران راسره ستړی شو

شپه وه ستاله تیروجفاګانو ژړیدم ورته
ستوري مې ټول ستړي کړل اسمان راسره ... پوره متن

Category: شعرونه| Views: 842 | Date: 2008-05-16 | Rating: 0.0/0 | Comments (0)

Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024