ناټو وايي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د بريدونو د ډېرېدا يو علت ښايي له وسله والو قبايلي طالبانو سره د پاکستان د حکومت د سولې تړون وي .
ناټو په دې وروستيو کې له پاکستاني طالبانو سره د اسلام اباد له خبرو او اوربند خوښه نه ده او په دې باور ده چې وسله وال طالبان به له شرايطو په گټې اخيستو خوندي ځاى ومومي چې په افغانستان کې د ننه بريدونه وکړي .
له پاکستاني طالبانو سره د اوربند او سولې خبرې لا د فبروري تر ټاکنو وړاندې پاکستاني سياسي گوندونو کولې .
ځينې کسان په هغو ټاکنو کې په ځانگړې توگه په سرحد ايالت کې د ملت پاله عوامي نشنل گوند برى له همدغه ډول ژمنو سره تړي .
اوس چې د عوامي نشنل گوند مشرتابۀ او په اسلام اباد کې نويو واکمنو له ژمنې سره سم خ
...
پوره متن