pashtana جمع, 2024-03-29, 10:48 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 16 » شعرونه
شعرونه
8:54 AM

 

فلسفي شاعر سيدشاه ((سعود)) ته!

د (زه همدغه شانته ښه يم) كتاب د لوستلو پرمهال

ملنګ نه يې، نه د بل په وره كې ناست يې!

ته پاچا يې او زما په زړه كې ناست يې!

د مست شعر شپېلۍ دې اورمه سعوده!

د غزل نغمو ته ګوښى غره كې ناست يې!

پاڼه پاڼه دې سترګك د رڼا شيندي

د لمرګلي غوندې لمر ته مخامخ يې

ښكلي ټول لكه هندارې درپسې دي

ته نظر يې، خپل دلبر ته مخامخ يې

ته خو هسې هم د دوى دنيا كې نه يې

پام چې ونه وځې له خپلې دنياګۍ نه

نه پوهيږي لا، خبر هم ترې لا نه دي

ډېر بدرنګ ستا د ګلرنګې زندګۍ نه

ستا الوت چې د اسمان سينه سورۍ كړي

له نور ډكې مرغلرې ترېنه راوړي

څو له زړه توى شوي څاڅكي ورته پرېږدي

خو خوږې، يو څو سندرې ترېنه راوړي

كه له ځانه دې خداى مكړه زړګى تور شو

دا زموږ زړونه به څوك په رڼا وينځي

چې نسيم ستا د سندرو پرې حور نه وي

وايه څوك به دا بدرنګه فضا وينځي

ستا ارمان زما ارمان دى، خو شاعره

ستا په شان اظهارول يې راته ګران دي

ناخبره نقادان يې ازار اخلي

غزلتوري خو (سورخولي ماشومان) دي

ستا كېسه چې د دنيا غېږې ځاى نه كړه

ما د زړه يوه وړوكي ټپ كې ځاى كړه

مينه لويه وه، له لويو نظرونو

اشنا تا د يوې سترګې رپ كې ځاى كړه

چې د ژوند د فلسفې ګلان پكې دي

راوتلى هغه ښاخ ستا له وجوده

پيره لږ شان لاسنيوى دې ور پېرزو كړه!

((بهير)) هم ستا په لار تلل غواړي سعوده
!

Category: شعرونه | Views: 851 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024