Site menu |
|
|
News topics |
|
|
Our poll |
|
|
|
| | |
| Main » 2008 » مايي » 16 » شعرونه
شعرونه | 10:30 AM |
شاعره: خاطره اسحق زۍ-
يوه نجلي وه نازنينه ښايسته او نمکينه د هغې د مخ ښکلا حيرانه کړې وه دنيا يوه شپه وخته بام ته سپوږمۍ خير شوه مخ يې پټ کړ سپوږمي ږغ وکړ ته څوک يې چې زما رڼا دې داسې را تياره کړه نجلۍ نارې کړې ښکلا يم لکه تالنده ، بريښنا يم دا زما د مخ ځلا وه چي يې ته وځورولې ځواب ورکړ سپوږمۍ داسې چې نجلۍ يې کړه لا ځوابه *** ښکلې نه يې ته، اصلي ښکلا زما ده په تياره کې دغه ټوله رڼا زماده هر سړی مين په مادی ګوت په غاښ راته حيران دي چې دا څنګه ښکلا ستا ده تباه کړې يې دنيا ده مونږ خو واړه په سجده يو له ماښامه تر سهاره *** نجلۍ غبرګې کړې خبرې ځواب يې ورکړ د سپوږمۍ اې زما ناسکه خورې ولې داسې درواغ وايې ته که هرڅومره ښايسته شې بيا دې هم پر مخ يو داغ دی که هر څومره رڼا ستا وي بيا خو هم سيوری له تا دی په ښکلا ځکه نازيږم چې بې داغه مخ ګرځېږم *** سپوږمۍ درسته هکه پکه چې يې ماته داڅه ووې سپوږمي نوره په ژړا شوه اوف يې وکيښ ودربارته په دې منځ د ملا وشول اذانونه *** لمر را وخوت د سپوږمۍ و حال ته راغی ته خپه يې ولې ګرانې لکه ګل غوندې خزان کې سپوږمۍ ژر کړسر راپورته خپل داستان يې ور بيان کړ *** ځواب غبرګ کړ لمر دغسې اې، زما ليونۍ ګرانې تا به داسې ځواب وېلی ستا د څو ورځو ځواني ده لکه ګل غوندي رژيږي زما ښکلا خو پاتې کيږي نه يې حد نه يې زوال شته سپوږمۍ بېرته په خندا شوه په اسمان کې په نڅا شوه
|
Category: شعرونه |
Views: 759 |
Added by: tolpashtana
| Rating: 0.0/0 |
|
| |
| | |
|
Login form |
|
|
News calendar |
|
|
Search |
|
|
Site friends |
|
|
Statistics |
|
|
|