pashtana جمع, 2024-03-29, 3:45 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 16 » ليکنې
ليکنې
11:25 AM

 د کانکور داړه ماران

 

د تیری چهارشنبه د ورځې نه په ننګرهار پوهنتون کې د کابل څخه رالیګل شوی استاځو او د ننګرهار پوهنتون ځینې مسولینو د کانکور د ثبت نام او د کارت د ورکولو په نوم ځوانان (د هیواد راتلونکې) چور کړل .چې تعدادیې تقریبا 1100 تنه ته رسیده، د نوموړو څخه لمړی دوه میاشتې مخکې د کانکور نه 220 افغانې اخستل شوی وی ، چې د ټولو تعداد 242000 افغانې کیده،خو کله چې 14 تاریخ شو او امتحان ته یوه ورځ پاتې شوه نو بیا محصلینو ته وویل شو چې تاسې باید په 15 تاریخ په 2:30 بجې بیا ثبت نام وکړی ځکه چې دستاسې اسناد زمونږ څخه ورک شوی دی، کله چې محصلین د ثبت نام لپاره هلته لاړل نو مسولینو د دونیمو بجو نه په ډوډی خوړلو پیل وکړ او تر 7 بجو پوری یی ویل چې مونږ په ډوډی خوړو کې مصروف یو، بعد د 7 بجو نه هغوی وویل چې تاسې اوس باید د خپلو شهادت نامو او تسکیرو کاپیانې مونږ ته سره د 200 افغانیو راوسپاری، ترڅو دستاسې نوی ثبت نام وکړو، او بیا یی پیداګانو ته هدایت وکړ چې که څوک غواړی چې  ثبت نام بې د تسکیری او شهادت نامې څخه په اسانه او لنډه توګه وکړی نو تاسې ترینه 500 افغانې د نفر په سر واخلی، نو بعد د هیدایاتو د محصلینو راجستر کول شروغ شو، دا ورځ هم تیره شو او د امتحان ورځ راغله نو هغوی صرف هغې کسانو ته د امتحان کارتونه ورکړل کومو چې د 200 افغانیو پر ځاې 500 افغانې ورکړی وی، او نورو پاتې محصلینو ته یی وویل چې تاسې باید بل کال له امتحان ورکړی، خو محصلینو ونه منله او ټولو سره فیصله وکړه چې باید مونږ د کابل نه راغلې هیتان پری نږدو چې بیر ته لاړ شې ، او که په هغوی مو هم زور ونه رسید نو باید د کابل جلالاباد روډ بند کړو، خو په دی خبرو خبرو کې د کانکور امتحان پیل شو، او هم ملي پولیس روغوښتل شو د امنیت ساتلو لپاره، نو بیا زیاتره محصلین خپلو کورو ته لاړ او ویل یی چې اوس باید د دی دولت پر ضد کارونه پیل کړو، کله چې مسولین په دی پوه شو چې اکثره محصلین کورو ته ولاړل نو بیا یی په 3 بجې اعلان وکړ چې اوس  مونږ بغیر د ثبت نام څخه امتحان اخلو، خو د امتخان ورکولو لپاره یو محصل هم نه وه،

دا زمونږ پوهنتونونه  یا د زدکړی ځایونه دی، په دی پوهنتونو کې صرف هغه ځوانان زدکړه کولی شې چې د پوهنتون وارد کړی شوی (Imported) ریسانو یا لوړپوړو چارواکو سره  وپیژانې او یا هم د هغوی د چوکې په اندازه پیسې ورکړی .

زمونږ پوهنتونونه یا زمونږ د زدکړو وزارتونه ځوانانو  ته د دې  پر ځاې چې د علم حاصلولو لپاره لاری هواری او لنډی کړی  ترڅو هیواد د پرمختګ او ترقې په لور لاړ شی بلکې دوی د ځوانانو  د زدکړی لاری د یو څو روپو په خاطر بندوی . کله چې د دوی څخه پوښته وکړې شې چې تاسې ولی ځوانان ازاروی ولی ېې د علم لاری بندوی نو د هغوی ځواب دا وې چې مونږ پوهنتونونه نه لرو، زمونږ  تنخوا ګانې کمې دی،خو چې ورته وواېې چې ولی نور پوهنتونونه نه جوړوی او یا شخصې پوهنتونو ته ولی راجستریشن نه ورکوی نو بیا وایی چې دولت بودیجه نه لری ، اود شخصې پوهنتونو د زدکړی د ورکولو سطحه ټیټه ده،

کله چې ځوانان د داسې پیښو سره مخ شې نو هغوی د خپل هیواد او دولت څخه خوا بدی شې او بیا د دولت پر ضد کارونه پیل کوی لکه اکثره همداسې لیدل شوی هم دی .راځې چې ټول په ګډه سره د داسې پیښو مخنیوې وکړو او بیا دا داړه ماران دی ته پری نږدو چې  زمونږ د بچیانو د علم ،تحصیل او پرمختګ لاره بنده کړی، او یا هغوی دی ته وه هسوی چې د ګران هیواد افغانستان په ضد کارونه ترسره کړی .

په درناوی  . .  .

انجنیر ارشد نور                       . له اتل افغان څخه.

Category: ليکني | Views: 989 | Added by: tolpashtana | Rating: 5.0/1 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024