pashtana منڅني, 2024-04-25, 4:26 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 16 » د ټول پښتا نه خبرونه
د ټول پښتا نه خبرونه
10:53 AM
ولسمشر حامد کرزى وايي له نړيوالو سره به د افغانستان د بزگرانو ستونزې شريکوي او مرسته به ترې غواړي .

دغه ژمنه ښاغلي کرزي په کابل کې له بزگرانو سره وکړه .

افغان بزگران په تېرو څو ورځو کې په کابل کې جرگه شوي و، چې په پاى کې يې اوږد پرېکړه ليک خپور کړ .

چارواکي هيله لري چې څو اوونۍ وروسته به په پاريس کې د افغانستان د مرستو لپاره جوړېدونکې نړيوالې غونډې کې د کرکېلې د ډگر لپاره مرستې ترلاسه کړي .

د افغان چارواکو او بزگرانو له څو ورځنيو خبرو وروسته اوس داسې ښکاري چې په لومړي ځل افغان چارواکي غواړي د يوه کرنيز هېواد په توگه خپلې ستونزې له افغانستانه بهر له نړيوالو سره شريکې او دحل لپاره يې مرستې تر لاسه کړي .

داسې ښکاري چې دغه اړتيا په افغانستان کې د غلې دانې د کموالي او د بيو د لوړيدو وروسته ښه احساس شوه . د بزگرانو له ٢ ورځنۍ ناستې وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له بزگرانو سره ژمنه وکړه چې د دوى ستونزې او اړتېاوې به څو اونۍ وروسته د پاريس نړيوالې غونډې ته وړاندې کړي .

دښاغلي کرزي حکومت په پلان کې لري چې دافغانستان په اړه څو اونۍ وروسته د پاريس له جوړيدونکي کنفرانسه د کرنې د ډگر غوړېدا ته دوه نيم ميليارده ډالره مرسته وغواړي .

په دغو مرستو سره افغان حکومت په پلان کې لري چې شاړې ځمکې ابادې ، اوبه برابرې او کرنه عصري کړي .

 د ښاغلي کرزي حکومت په پلان کې لري چې د افغانستان په اړه څو اوونۍ وروسته د پاري
 
س له جوړېدونکي کنفرانسه د کرنې د ډگر غوړېدا ته دوه نيم ميليارده ډالره مرسته وغواړي .
 
 

 

په کابل کې د سلگونو بزگرانو غوښتنې هم له ښاغلي کرزي او د ده له حکومته همدغه ډول موضوعگانې وې .

د ٢٧ ماد و په يوه پرېکړه ليک کې بزگرانو افغان ولسمشر ته مخا مخ په ډاگه کړه، چې په افغانستان کې د غلې د زياتېدو، په ځان د بسيا کېدو او دکوکنارود له منځه وړلو لپاره دې د دوى اړتياوو ته ځوا ب وويل شي .

په دغو غوښتنو کې د ځمکو د خړوبولو، د تخمونو او د ماشينونو په وېشلو ډېر ټينگار وشو .

پر دې سر بېره د بزگرو د کرنيزو توليداتو لپاره د بازار د موندلو، د پورونو د ترلاسه کولو،د يخ خونو د جوړولو، د سرو د فابريکو رغولو او وېشلو، د کرنيزو ناروغيو لپاره د درملو د تر لاسه کولو او د سترا تيژيکو زېرمو د جوړولو غوښتنې درلودې .

ښاغلي کرزي ژمنه وکړه چې د پاريس له ناستې وروسته به دکرنې ډگر ته د ترلاسه شويو مرستو جزئيات له دوى سره شريک کړي .

دقيقې شمېرې نشته خو ويل کيږي چې د افغانستان تر نيمايي زيات وگړي په کرکېله بوخت دي .

اوس لويه نيوکه دا کيږي چې په تيرو څو کلونو کې دافغانستان د کرنې برخې ته لازم پام نه دى شوى چې دځينو په باور اوس هېواد دخوراکي توکو له بحران سره لاس گريوان دى .خو يوه خبره مالومه ده چې د کرنې په برخه کې د دومرهزياتوتو ستونزو حل سلگونه ميليونه ډالره مرستې ته اړتيا لري
 
له بي بي سي څخه مننه
Category: خبرونه | Views: 858 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024