pashtana بنڅني, 2024-04-20, 6:19 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 31 » پر ايتلاف ځواکونو ځانمرگى بريد وشو
پر ايتلاف ځواکونو ځانمرگى بريد وشو
4:23 PM
د افغانستان د ختيځ ننگرهار ولايت د جلال اباد په څلورمه ناحيه کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرگي بريد يو امريکايى سرتېرى وژلى درې يې ټپيان کړي دي .

دغه بريد نن (شنبې، د غبرگولي ١١، د مۍ ٣١) شاوخوا دوولس بجې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د زړې اډې ترڅنگ وشو .

عيني شاهدان وايي چې له زورورې چاودنې وروسته په سيمه کې د اور له بلېدو وروسته د اسمان پر لور سخت لوگي پورته شول .

په جلال اباد کې د بي بي سي خبريال ببرک مياخېل د پېښې ځاى ته ورغلى او وايي چې د ايتلاف او ځانمرگي بريد کوونکي کرولا ډوله موټر ويجاړ شوي دي، او د ځانمرگي بريد کوونکي مړي يوازې بوټۍ هرې خوا ته خورې ورې پرتې دي .

ښاغلى مياخېل وايي چې په چوول شوي موټر کې ډېرې مرمۍ هم وې .

نوموړى د ننگرهار والي خبري ناستې ته ورغلى او وايي چې والي گل اغا شېرزي هم منلې چې په دې بريد کې يو امريکاىى سرتېرى وژلى او ددرېيو ولسي وگړو په گډون د ايتلاف شپږ سرتېري ټپيان شوي دي .

بل خو د دې ولايت د امنيه قومندان عبدالغفور هم دا مني چې په ياده شوې سيمه کې پر ايتلاف ځواکونو ځانمرگى بريد شوى دى .

نوموړي ويلي چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له امريکايي ځواکونو سره جنگول شوى .

نوموړي د پېښې ځاى ته د ننگرهار والي گل اغا شېرزي د تگ تاييد هم کړى دى .

د يادولو وړ ده چې د روانې مۍ مياشتې پر درېيمه هم د دې ولايت په بټي كوټ ولسوالۍ كې يوځانمرګى بريدكوونكى په خپلو چاودېدونکو توكو وژل شوى وو .

د روان زيږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٤٢ ځانمرګي بريدونه شوي، په داسې حال کې، چې په تېر زيږديز کال کې ١٣٧ ځانمرګي بريدونه شوي وو .  له بي بي سي سايټ په مننې

Category: خبرونه | Views: 690 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024