امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وایی چی د پاکستان نوی حکومت ډیر وخت ته ضرورت لری چی د یاغیانو سره چی د افغانستان سره په سرحدي سیمو کی یې جنجالونه او نا آرامۍ را پیدا کړي دي مقابله وکړی . گېټس دا وینا په داسی حال کی خبر یالانو ته وکړه چی د سیمه ایز امنیتي کنفرانس د پاره سینگاپور ته روان و .
هغه وویل چی د پاکستان د حکومت ملکي مشران لا تر اوسه ډیر نوي دي او دومره ژر د یاغیانو د گواښونو پوره جواب نه سی ویلای . د پاکستان حکومت د طالبانو او القاعدې د طرفدارو یاغیانو سره د سولي خبري شروع کړي دي او ددې میاشتي په سر کی یې د سوات په دره کی د یاغیانو سره د سولي یو تړون کړی دی . په افغانستان کی د ناتو د قواو قوماندان چی د خدمت دوره یې ختمه شوې ده ویلي دي چی په سرحدي سیمو کی په یاغیانو باندي د پاکستان د حکومت له خوا زیات فشار نه دی اچول سوی او ځکه نو هغوی د افغانستان په ختیځ کی خپلي حملې زیاتي کړي دي له ډيوه له راډيو نه په مننې
|