pashtana بنڅني, 2024-04-20, 4:37 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 31 » پوليس:درشيدان ولسوالۍ مو بيا ونيوله
پوليس:درشيدان ولسوالۍ مو بيا ونيوله
8:50 AM

افغان چارواکي وايي چې د غزني ولايت د رشيدان ولسوالۍ چې دطالبانو لاس ته کيوتې وه د يو پوځي يرغل په ترڅ کې يې بيا ترلاسه کړې ده .

امنيتي ځواکونه وايي چې د رشيدان ولسوالۍ يې تيره ورځ ماسپيښين مهال بيا ونيوله .

د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونه ته کوم زيان نه دى اوښتى :

(( تيره شپه درې بجې د رشيدانو له ولسوالۍ او د غزني له مرکز سره اړيکي پرې شول ،خو نن د ملي پوځ او پوليسو نژدې ٨٠ تنه سرتيري سيمې ته واستول شول او موږ وکولى شول چې ٤٠ تنه پوليس بيا په دغه ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى کړو .د اوس لپاره د ولسوالۍ وضعه ښه ده ، کومه جدي ستونزه نشته .))

تيره ورځ د طالبانو سرچينو د رشيدان د ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ او وېويل چې ٤ تنه پوليس يې وژلي دي او د رشيدان د ولسوال سربيره يې يو شمير نور ژوندي نيولي دي.

ددغو خلکو د برخليک په اړه لا کره مالومات نشته او ښاغلى بشري هم وايي چې ددې پوځي عملياتو زيانونه به وروسته روښانه شي .

دغزني سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو د ولسوالۍ دفتر له نيولو وروسته سوځولى دى .

دغه ولسوالۍ د غزني په شمال کې ٢٢ کيلو متره ليرې پرته ده او تراوسه پورې دوه ځلې د طالبانو له خوا نيول شوې ده .

دافغانستان له لويديځ څخه هم راپورونه وايي چې د فراه په ولايت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده .

دغه نښته د بالابلوک په ولسوالۍ کې شوې ده چې دافغان چارواکو په وينا بهرني ځواکونه په دې عملياتو کې ددوى ملاتړ کوي .

چارواکي وايي دوى په دې نښته کې طالبانو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي خو طالبان دغه خبر ردوي او وايي چې ددولتي ځواکونو نهه زغروال گاډي يې له منځه وړي دي .

 

 له بي بي سي سايټ نه په مننې

 

Category: خبرونه | Views: 722 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024