محمد ياسين ذهينيار:
خيال هندارې!
د خيال هندارې! نن دې بيا ديار تصوير غلط کړ
بخت مې اوښکې اوښتى که ملا د خوب تغير غلط کړ
تاويل اسېر مې شه د زلفو زه به څارکړمه ستا
اوس مې تپوس نه کړې بيشانه دې اسير غلط کړ
ته يې له ما زه يې له تابيزار کړم نور څه دي
د وخت ريبار مو له خبرو نه تفسير غلط کړ
له دروازې نه دې رخصت کړم بې ديدنه هسې
ګويا خانانو په يو ټوک باندې فقير غلط کړ
ستا تر تسبو به خپل د مينې شراب ښه وبولم
ذاهده! تاکه تسبو ته شرنګ سره تدبير غلط کړ
همه ژوندون کې منتظروم ستا راتلو ته په لار
ناترسېٍ! بيا دې هم له دې لارې مسير غلط کړ
ياسينه: وايه له ډيرو جوشه دې داخپل څه وليکلو
په دوه خبرو دې دا خپل شاعر ضمير غلط کړ
|