کابل ښار په ختيځو څنډو کې يوۀ ځانمرگي درې تنه ملکي وګړي ووژل او لږ تر لږه دوه تنه نور يې ټپيان کړل .
دغه بريد د پنجشنبې په سهار ( دغبرګولي ٩مه د مۍ ٢٩ ) د کابل جلال آباد د لويې لارې په اوږدوکې يوۀ موټر سپارۀ ترسره کړ .
د دې ځانمرګي بريد مسؤوليت طالبانو منلى دى .
د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو ځايي رسنيو ته ويلي دي چې په دې بريد کې دهغوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
د ځانمرګي موټر په بشپړه توګه ويجاړ او د پېښې سيمه په وينو رنګ ده .
دا په تېرو درې اونيو کې د دويم ځانمرګى بريد دى چې په کابل ښار کې ترسره کېږي .
په تيرو نژدې پنځو مياشتو کې په ټول افغانستان کې نژدې تر ٤٠ ډير ځانمرگي بريدونه شوي دي چې د ډيرو قربانيان يې ملکي وگړي وي .
له بي بي سي نه په مننې
|