Site menu |
|
|
News topics |
|
|
Our poll |
|
|
|
| | |
| Main » 2008 » مايي » 27 » رشاد بابا
رشاد بابا | 4:42 PM |
استاد رشاد بابا، رح
د نارنج ګله !
نه ځائيږي ستا د كمال ګنج په دې غوټيو كي څيري كړه پردې، راځه نړۍ ته د نارنج ګله ! ژوند وكه، ژر وپاڅه، راووزه له شنو پاڼو څه تږي دي وږمې ستا خوشبويۍ ته د نارنج ګله ! مستي كړه بيا زركي د سپين غره په خواږه بوى سره وركړه ګبينه سوغات مچۍ ته د نارنج ګله ! مه پرېږده نامېنده، تش كچكول د خير وږي ته ! وركړه د نافې تحفې هوسۍ ته د نارنج ګله ! مه منه چي پاته سي ستا حسن پټ له سترګو څه وركړه جام د ميني و ځوانۍ ته د نارنج ګله ! اور كه له غاټولو سو پيدا په مړو نغريو كي ته وركړه د ژوند اوبه مستۍ ته د نارنج ګله ! باد كړه د لونګو درمندونه په دې غرونو كي وپاڅوه هيلي د ژوندون په دې مړو زړونو كي
|
Category: شعرونه |
Views: 822 |
Added by: tolpashtana
| Rating: 0.0/0 |
|
| |
| | |
|
Login form |
|
|
News calendar |
|
|
Search |
|
|
Site friends |
|
|
Statistics |
|
|
|