هم هسې خو له ما نه دې اشنا خوبونه وړي
ګمان مې له ستورو نه هم چا خوبونه وړي
دا تورې شپې رڼې کړي، کله تت کله تازه شي
له دوى نه سپوږمى غوندې ليلا خوبونه وړي
چې اوښکې تويوي ببري لاس راکاږي
مورکۍ دې يتيم مې په ريښتيا خوبونه وړي
چې هروخت يې د زړه په سترګو ګورمه بوږنيږم
له ما نه هم همدې تورې بلاذ خوبونه وړي
د ځان په غم کې نه يم چې ځان لپاره ژاړم
ستا تورې بدې ورځې مې لا پخوا خوبونه وړي
زاهده ، ته ګرم نه يې چې د چيغې پورته کيږي
د ستا نه يار په زلفو کې بيګا خوبونه وړي
محمد نذير، زاهد، خوست
|