pashtana جمع, 2024-04-19, 10:35 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 26 » د برتا نيا دد فاع وزير څرګندونې
د برتا نيا دد فاع وزير څرګندونې
10:55 AM

برتانيا د دفاع وزير په افغانستان او پاکستان غږ کړى چې د پاکستاني طالبانو د پېژندل شوي مشر بيت الله مسعود د بريدونو په مخنيوي کې دې ژر تر ژره لاس په کار شي .

د برتانيا د دفاع وزير ديس براون د پاکستان او طالب اورپکو تر منځ د وروستي جوړ جاړي په غبرگون کې وويل د ترهگرو ډلو سره جوړ جاړى بايد ددې لامل نه شي چې د دغو ډلو بريدونو ته په گاونډيو او يا سيمه ييزو هېوادونو کې لاره هواره شي .

د برتانيا د دفاع وزير وايي چې د پاکستاني چارواکو سره به د طالبانو سره د هغه هېواد په وروستي جوړجاړي بشپړې خبرې وکړي، هغه بي بي سي ته وويل چې غواړي پاکستاني چارواکو ته دغه پيغام ورسوي چې په وينا يې د هغه هېواد او طالب اورپکو تر منځ وروستى جوړجاړى نه ښايي په سيمه کې لا نورو ترهگرو بريدونو ته لاره هواره کړي .

د ډيس براون خبره ده چې بيت الله مسعود د طالبانو تر ټولو خطر ناک قومندان دى او په وينا يې چې د يوې شيطاني ډلې مشري کوي، له همدې کبله هغه په ډېره زيږه ژبه د افغان او پاکستاني چارواکو نه وغوښتل چې د دغه قومندان د ترهگرو بريدونو د پراخېدو په مخنيوي کې دې مټې رابډوهي :

'' بيت الله مسعود يو ډېر خطرناک او شيطان صفته کس دى چې د ډېرې خطرناکې ډلې مشري کوي . د افغانستان او پاکستان حکومتونه بايد په گډه هڅه وکړي چې په سيمه کې د هغه د کړو وړو مخه ونيوله شي ، د پاکستان په گډون ټول نړيوال هېوادونه چې د ترهگرۍ د گواښ سره مخامخ دي مسووليت لري چې د دغې ستونزې په وړاندې مبارزه وکړي .

او دا مسووليت يې هم په غاړه دى چې ټولو ته دا ډاډ ورکړي چې د طالبانو سره د هغوى چال چلند په گاونډيو او د سيمې په هېوادونو بد اغېز ونه شيندي . زه به دا پيغام پاکستاني چارواکو ته ورسوم . ''

د طالبانو قومندان بيت الله محسود تېره ورځ په وزيرستان کې خبريالانو ته ويلي وو، چې له دې وروسته به په پاکستاني پوځونو بريدونه نه کوي، خو په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د جهاد خبره ډاگيزه کړه، خو د برتانيا د دفاع وزير د دغه خبرداري په غبرگون کې وايي چې د بيت الله محسود د پلويانو د بريدونو سره به د افغانستان په سوېل کې د دوى ځواکونه تر پخوا زيات د گواښونو لاندې راشي.

له بله پلوه ډيس براون په دې خبره هم ټينگار کاوه چې په سوېل کې پيل شويو پوځي عملياتو طالبان کمزوري کړي او د هغوى پوځي ځواک يې اوبه کړى دى، خو هغه وايي چې ځانمرگي بريدونه او د سړک د غاړې خښ شوي ماينونه هغه شان گواښونه نه دي چې په افغانستان کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د لارې پر سر خندونه جوړ کړي .

 له بي بي سي نه مننه

Category: خبرونه | Views: 735 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024