pashtana جمع, 2024-04-19, 9:55 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 25 » مدني ټوانه : د پاريس کنفرانس ته دولت پلوي ځي
مدني ټوانه : د پاريس کنفرانس ته دولت پلوي ځي
8:34 AM
مدني  ټوانه : د پاريس کنفرانس ته دولت  پلوي ځي
 
 
 

افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکې د پاريس کنفرانس د جوړېدو په درشل کې ويلي ډېرى هغه کسان چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب گډون کوي، له حکومت سره سياسي تړاوونه لري .

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکې چې د مدني ټولنې او بشري حقونو له ٦٠ سازمانونو جوړه شوې په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې پر نړيوالې ټولنې له دې امله کلکې نيوکې وکړې چې گنې په دغه هېواد کې د قانون د واکمنۍ په ټينگېدو نه ده توانېدلې.

پاريس کنفرانس چې په پام کې ده په راتلونکې مياشت کې په فرانسه کې جوړ شي، له بن او لندن کنفرانسونو وروسته د افغانستان په اړه تر ټولو مهم نړيوال کنفرانس دى چې د افغانستان په اړه به بحث په کې وشي.

د پاريس کنفرانس په اړه د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې د شبکې په اووه ماده ييزه اعلاميه کې د افغانستان ټولو هغو عمده ستونزو ته اشاره شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې يې په دغه هيواد کې د قانون د پلي کېدو په وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

که څه هم دغې ټولنې د ستونزو د حل عملي او مشخصې لارې نه په گوته کوي، خو وايي افغان حکومت په دې نه دى توانېدلى هغه ژمنې چې شپږ کاله پخوا يې کړې وې، پوره کړي.

د ټولنې په وينا په تېرو څو کلونو کې افغانان په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې له حقوقي امنيت نه نه و برخمن. د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکه همدارنگه ټينگار کوي چې اداري فساد، له قانون نه سرغړونه، بې وزلي او لوږه هغه ټکي دي چې په افغانستان کې بې ثباتي پياوړې کوي.

د مدني ټولنو سم استازيتوب نه کيږي

 د بشري حقونو او مدني ټولنې د شبکې اندېښنه هم همداده چې متاسفانه ددې پرځاى چې په دغه ډول کنفرانسونو کې په ريښتيا هم د مدني ټولنې استازي گډون وکړي، ډېرى سياسي کسان د اړيکو او يا هم دولتي سپارښتنو پر بنسټ گډون په کې کوي او د مدني ټولنې سم استازيتوب نه شي کولاى

 

کانفرانس

دغه اداره پاريس کنفرانس د افغانانو او نړيوالو ترمنځ د خبرو اترو ښه وخت بولي، خو وايي ډېرى هغه کسان چې دغه کنفرانس ته د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په توگه ځي له حکومت سره سياسي تړاوونه لري:

'' د بشري حقونو او مدني ټولنې د شبکې اندېښنه هم همداده چې متاسفانه ددې پرځاى چې په دغه ډول کنفرانسونو کې په ريښتيا هم د مدني ټولنې استازي گډون وکړي، ډېرى سياسي کسان د اړيکو او يا هم دولتي سپارښتنو پر بنسټ گډون په کې کوي او د مدني ټولنې سم استازيتوب نه شي کولاى . ''

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون هم پاريس کنفرانس ته يولړ وړانديزونه کړي چې د امنيت ټينگښت، د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې کمېدل او په دغه هيواد کې د بشري حقونو مراعاتول يې په مهمو ټکو کې راځي .

پاريس کنفرانس چې په پام کې ده د روان زېږديز کال په جون مياشت کې به جوړ شي له بن، توکيو او لندن کنفرانس نه وروسته په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان په اړه تر ټولو مهم کنفرانس بلل کېږي .

له بي بي سي نه په مننې

Category: خبرونه | Views: 808 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024