pashtana جمع, 2024-03-29, 2:29 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 24 » په چين کې د زلزلې د قربانيانو شمره ٦٠ زرو ته ورسيده
په چين کې د زلزلې د قربانيانو شمره ٦٠ زرو ته ورسيده
3:32 PM

په داسې حال کې د چين د سي چوان زلزلې قربانيانو شمېر تر ٦٠ زره کسانو اوړي، د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کېمون د پېښې ځاى ته تللى دى .

ښاغلى کېمون د چين له ولسمشر هوجنتاو سره په داسې حال کې وليدل ، چې د سي چوان په ايالت کې يې د زلزلې ځپل شوو ځايونو ليدنه کوله، او دواړو مشرانو د ينگزوى سيمې لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه .

دغه زلزله د چين په سي چوان ايالت کې د روانې مۍ مياشتې پر ١٢ نېټه وشوه .
چينايي چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د زلزلې د قربانيانو شمېره شاوخوا ٦٠ زره مړو ته رسيږي .

ښاغلى کېمون وروسته له هغه چين ته ولاړ، چې د برما بړبوکۍ ځپلو ليدنه يې وکړه چې شاوخوا لس زره کسان پکې ووژل شول، او هلته يې د توپان ځپل شوو لپاره د لانورو مرستو غوښتنه وکړه .

د چينايي چارواکو پرينا د شوې زلزلې له امله شاوخوا ٥.٤٧ مليون وگړي بې کوره او بېځايه شوي دي .

همداراز دوى وايي چې په چين کې يې د ويجاړو شوو سيمو د بيارغاونې په موخه لس مليارده ډالره ځانگړي کړي دي .

د چين د شينخوا رسمي خبري آژانس ويلي چې له زلزلې وروسته په سيمه کې د اوبو راغونډېدو له ا مله شاوخوا ٣٤ ډنډونه جوړ شوي چې سيمه يې د انسانانو له اوسېدو ايستلې ده .

هو اپېژندونکو هم دا خبر ورکړى چې ښايي په راتلونکې اوونۍ کې په سيمه کې ډېر بارانونه وشي چې له امله به يې لا ستونزې ډېرې شي .   له بي بي سي نه په مننې

 

 

 

Category: خبرونه | Views: 804 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024