د جاوید په مور ډیرو خپلو خپلوانو وس وکړ، مګر د هغې په خوله کې یواځې د نه ټکی وو. مور يي ورته کوچني وړې وړې دوه لوڼې او تر ټولو کوچنی جاويد ورياد کړل چې سرپرست ومومي، خو هغې به ویل چې د جاوید پلار سره زما دا څو کاله دومره خوږ ژوند تير شوی، دومره مينه مو يو بل ته ورکړې چې زه به يې په ژوند کې هيره نه کړای شم . او کومه مينه چې ما د جاويد له پلار سره لرله، هغه به هيڅکله د بل چا سره پيدا نه کړای شم.
وروڼو يې پرې هم خپله وسه وکړه ويل يې چې ځوانې ښځې ته کونډتون ډېره لويه ستنونزه وي، خو هغې بله نه کړ.ه ویل یی چې زما لپاره جاوید هر څه دي زه به جاويد ته سر سپينوم. جاوید به لویږي او زما دکور څراغ به وي. لیورونه یی چې په دې پوه شول چې هغه دوهم ځل لپاره واده نه کوي ، یواځې پدې ټینګ شول که خاوند غواړې نو پر موږ هر يو که ګوته ږدې ، حاضر يو چې نکاح درسره وتړو ، او که موږ کې دې څوک نه خوښيږي نو له بل چا سره واده هم نه شې کولای . د جاوید مور په ژړغوني غږ له مشر لیوره وغوښتل چې دا خو د جلیل اولاده ده ، جلیل ستاسو هغه ورور ؤ چې تل يي درته په پردیو هیوادو کې مزدوري کړي وه، پيسې يي درته ګټلې او تاسو ته يي درلیږلې. د کوچني ورورجلیل اولادونه خپل اولاد وبولئ ، د دوي سالمه او نیکمرغه روزنه وکړئ. مګر لیورونويې سرپرې ونخوږوه . څو اوني وروسته د جاوید د مور ، مور مړه شوه ، دجاوید مور چې د مور په مړينه لاړه ، پوره میاشت يې هلته تيره کړه . ورونو چې يې د مور څلويښتي وکړه نو سره بې اتفاقه شول او سره بيل شول. د جاوید مور خپل کلي ته راغله. چې کور ته راننوته لا په دراوزه کې وه د لوی کور نقشه يې بدله وليده. په چرت کې لاړه. مشرې ايندرور يې پرې له ورايه غږ وکړ: ستا د برخې کور ته مو د کور تر شاه دروازه ايستلې ده، خپل کور ته ولاړه شه او د خپلو بچو سره دې هملته اوسيږه. او يوه بله خبره دا هم واوره چې زما خاوند ته به ډېره لرۍ برۍ کيږې نه، چې دا نارينه ذات تل د خپلې خوښې کارونه کوي. که موږ سره ښه کول غواړې نو د زموږ کور ته سر قدرې هم راښکاره نه کړې. بس ته پوه شه او بچي دې پوه شه. په موږ به دا خوږ ژوند نه ترخوې. د جاويد مور دا د خپلې ايندورو دا تؤلې خبرې په سړه سينه واوريدې او د خپل کور کيله يې د ايندور له ګوتو واخيستې او له خپلو بچو سره د اوښکو په ډکو سترګو خپل نوي کور ته روانه شوه. په کور کې يي د لږ وخت غله دانه وه چې سره پخه يي کړه. بله ورځ يې د حاسين مور پوښتنې رته راغله. هغه هم په ځوانۍ کې کونډه شوې وه. او حاسين ته يې سر سپين کړی و. حاسين اوس زلمی شوی و. د حاسين مور له کوره ډوډۍ هم راوړی وه چې د جاوید مور ولیده،يو سوړ اسويلی يې و ايست او ويې ويل: بی بي تاسو موږته ، ډوډۍ راوړه ؟ بي بي ورته وويل: زرغونې لورې خانان له کونډو غریبانو سره کمک نه کوي. هغوي له خانانو سره راشه درشه لري،زه چې هم کونډه شوم او بل ميړه ته مې غاړه کينښنوده، نو ما سره هم خپلو ليورونو داسې کانې وکړې، لکه چې له تاسره شوي دي.خوزرغونې لورې! ته هغه ښځه يي چې په خاني کې دې زما پوښتنه کوله . زه او زما زوي خو خدای ساتلو د جاويد پلار ساتلو، موږ هم لکه ستا په شان هیڅ نه لرل. خداي مهربانه پاچا دی تاسې زما لاسنيوی کړی و زه به ستاسې لاسنيوی کوم. د خپلې خولې ډوډوي به درنیمه کوم خو ستا ماشومان به وږې نه پريږدم . څو مياشتې ووتې خو د زرغونې پوښتنه يې نه ورونو وکړه او نه هم ليورونو.يوازې د حاسين مور وه چې وخت پر وخت يې پوښتنه کوله. کله ، کله به يي کوچنی ورور پوښتنې ته راغلو خو هغه هم له ښځې پټ. منې په وتو و چې یوه ورځ خوړ راووته په خوړ کې حاسین لرګي نیولی وو. چې کور ته يي راوړل مور يې ورته وویل چې لاړشه بچیه زرغونې خور ته دې هم لرګي راوړه چې يخې شپې راروانې دي،. زرغونه به هم کور کې لرګي نه لري . د بي بي او زرغونې کورونه څنګ په څنګ وو. چې زرغونې دا خبرې واوریدې د لرګیو په ارمان خپله هم له کوره راووته او د خوړ په لور روانه شوه. په خوړ ورګډه شوه. غټې سټې خو تر مخه سړيو نيولې وې، واړه واړه خلي چې د اوبو په سر روان وو، دا يې په پلو کې راټولول. چې له ملا يې مار تاو شو او ټک يې ورکړ. زرغونې چيغې کړې، چې په دې وخت کې دحاسين مور هم راورسيده او چې له اوبو يې راوايسته او په وچه يې واچوله، درنې سلګۍ يې شروع کړې، د حاسين مور ته يې څه ويل خو د خبرې په ځای يې له خولې ځږونه راووتل. احمدشاه پاچا اوکراین ادېسه
|