جلال، خپواک
غزل
په ځمکه يو شاعر دى او په دار دى يو شاعر
نو داسې يو ولس ته خو پکار دى يو شاعر
چې تل پکې تيريږي مرحلې د قربانۍ
د مينې داسې جنګ غواړي تيار ده يو شاعر
په غاړه يي را ز انګې آميلونه د ټپو
د اور په چرپيريال کې زما يار دى يو شاعر
خبره يي څوک نه اوري په ځاى د مشورې
نور څه وکړي بې وسه دى نه چار دى يو شاعر
خاوند ج، به يي يو وخت ورکړي زخمونه ته جلال
هر څوک په سپينه خوله خاندي بيمار دى يو شاعر
|