pashtana منڅني, 2024-04-25, 6:52 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 17 » خبرونه
خبرونه
9:28 AM


 

حامد کرزى مصر ته روان شو

زبيربابکرخېل - May 16, 2008 - 17:48

 

کابل

د غويي ٢٧مه، پژواک خبري اژانس

 

ولسمشرحامد کرزى ،  د نړيوال اقتصاد د ټولنې په غونډه کې د ګډون په موخه، نن ماسپښين ، د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه  د مصر په لور روان شو .

 

ټاکل شوې ده ، چې د نړيوال اقتصاد د ټولنې دغه درې ورځنۍ غونډه چې په منځنۍ آسياکې رامنځ ته شوي بدلونونه به په کې هم څېړل کيږي، سبا د مصر په  شرم الشيخ ښار کې پيل شي . 

 

په هغه خبرپاڼه کې چې د کرزي د وياند له دفتره همدانن ( دغويي ٢٧مه )  خپره شوې، راغلي دي چې دغه غونډه به د مصر د جمهور رئيس حسن  مبارک او د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر جورج بش په پرانيستونکيو ويناوو، پيل شي .

 

د سرچينې په حواله، کرزى به ددغې غونډې په دوهمه ورځ، ( د سولې د ټينګښت لپاره د نوې ستراتيژۍ ) په نوم جوړېدونکې ناستې ته وينا وکړي  .

 

د خبر پاڼې په اساس ،  کرزى به ددغې غونډې په ترڅ  کې، له جورج بش، د نړيوال بانک له رئيس رابرټ زوليک، د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني او د نړيوال اقتصاد د ټولنې له رئيس کلاووس شوهاب ، سره هم بېلابېلې کتنې ولري .

 

خبرپاڼه زياتوي چې له کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا ، د ملي امنيت په چارو کې د هغه سلاکار زلمى رسول او د هغه وياند همايون حميد زاده ملتيا کوي .

 ىشش  له پژوک څخه په مننې

Category: خبرونه | Views: 810 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024