خوست ولايت چې دهيواد په سويل ختيځه څنډه کې تقريبا دپلازمينې کابل سره په ٢٤٠ کيلومتره واټن کې پروت دی ،په دغه ولايت کې هم ويل کيږي چې دتاريخ په اوږدو کې څو پيړۍ وړاندې خلکو ګوزار ه کړي ، ځکه پدې ولايت کې داسې لرغونې ځايونه او سيمې شته چې پکې معبدونه اوډبرينې مجسمې موندل شوې او لا ډير ترخاورو لاندې پټ دي. چې دامهال ددغو لرغونو اثارو دساتلو لپاره دولت کوم دپام وړ ګامونه نه دي اخېستي، دخوست مرکز په لويديځه برخه دمنګسو په سيمه کې دحصار غونډۍ په اړه ويل کيږي چې پدغه غونډۍ کې دوخت يوه لويه چاهي تېره شوې، دسيمې اوسيدونکو په وينا چې شاوخوا ددغې غونډۍ په ساحه کې کيندنې شوي، چې ډيريو خلکو پکې لرغونې ډبرينې مجسمې او طلايې توکې لاسته راوړي اوس مهال ددغه غونډۍ سينه دلرغونو توکو ډک ده.، چې تردې ګړۍ پورې دولت پرې دساتنې اوکيندنې چارې نه دي پيل کړي،دسيمې اوسيدونکي وايي : چې په دغه غونډۍ کې کله کله په غيرې قانوني توګه ناپېژاند کسان کيندنې کوي
خوتردې مهال يې کو م ارګان مخه نه ده ډب کړي . همداراز دمتون په مرکز کې دطالبانو دواکمنۍ پرمهال يومعبد وموندل شو ،چې دټراکټورونو په واسطه يوځل لوڅ کړای شو ، اووروسته بيا ورباندې خاورې له همدې امله انبار شوې چې طالب واکمنو دومره بشرې قوه نه درلوده چې دنوموړی معبد په ساتنه يې وګماري ګرانو لوستونکو! لکه چې ومو ويل چې دتاريخ په اوږدو کې خوست ديوه لرغونې ټاټوبي په توګه پاتې شوی
وړاندې مو ياده کړه چې دښيرازه طبيعيت څښتن اودشنه خوست په غيږه کې ډيرې لرغونې شتمنۍ اوس هم دخاورو لاندې دي که دلرغون پيژندونکو ډله يې په اړه څيړنې اوپلټنې وکړي، کيدای شي خوست ډير خوندي شوي لرغونې توکي په غيږه کې ولري، خو د ژغورلو لپاره يې جدي اقداماتو ته اړتيا شته ، نو رابه شو ديته چې خوست ديوه تاريخ لرغوني استوګنځای به توګه ولې ؟!دتاريخ په زړه اوپاڼو کې ځای نلري. شايد دوخت حاکمانو ، مشرانو او دقلم خاوندانو اولرغون پوهانو ګناه وي چې ددغې سيمې په اړه يې پلټونکي اوڅيړنيز ګامونه نه دي پورته کړي اوخپل تاريخي مسوليت يې نه دی اداکړی.