نوررحيم عاطف،
هر څو که له دنيا نه ناخبره دي پـښتانه
خو غرونو کې ولاړ لکه نښتر دي پښتانه
په هند او په ملتان او په مشهد کې اوسېدلي
تاريخ کې په هر وخت ښه شمله ور دي پښتانه
نړۍ کې چې نن سترګه ترې د هيچا نه شرميږي
داځکه نن په هره لاره سر دي پښتانه
که وکړي پلټنه څوک پيدا به يي کړي داسې
لالونه په ايرو ، کاڼو کې زر دي پښتانه
په علم او هنر کې له چا کم نه دي خو ولې
په خپلو کې له يو بل مرو ر دي پښتانه
|