pashtana جمع, 2024-03-29, 4:06 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 13 » د خورکي توکو په اړه د مشرانو جرگې نوې طرحه
د خورکي توکو په اړه د مشرانو جرگې نوې طرحه
5:01 PM
د افغانستان مشرانو جرگې په هېواد کې د خوراکي توکو د بيو د راماتولو او له حکومتي کارکوونکو سره د مرستې په موخه يوه نوې طرحه تصويب کړې ده .

په دغې طرحې کې د خوراکي توکو د بيو د ارزونې ترڅنگ له افغان حکومته غوښتل شوي چې د دغو توکو د پېر او پلور چارې دې په خپل واک کې واخلي .

دغه طرحه به ډېر ژر د ارزونې په موخه افغان ولسمشر حامد کرزي ته وسپارل شي .

د افغانستان مشرانو جرگه له هغه وروسته دغه تگلاره افغان ولسمشر ته وړاندې کوي چې په تېرو نژدې دوو مياشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د سون او خوراکي توکو بيې د پخوا په پرتله څو برابره لوړې شوي ډي .

د دغې تگلارې د پلي کېدو لپاره لس کاله په پام کې نيول شوي او له حکومته غوښتل شوي چې د خوراکي توکو د بيو د راماتولو لپاره دې په خپله مټې را ونغاړي .

د افغانستان د مشرانو جرگې له لوري تصويب شوې تگلاره له تجارت وزارته غواړي چې له بهرنيو هېوادونو دې خوراکي توکي وپېري او په خپله دې پر خلکو وپلوري .

په دغې تگلارې کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو د راماتو د حل يوه لاره پر حکومتي کارکوونکو د غله دانو وېشل ښودل شوي دي .

د افغانستان د مشرانو جرگې د ملي اقتصاد د کمېسيون مشر محمد اکبر وحدت وايي دوى په ١٧ مادو کې دغه طرحه تصويب کړې ده :

'' موږ په ١٧ مادو کې وړانديز کړى چې حکومتي کارکوونکو ته دې په پوځي او ملکي برخو کې د کوپون له مخې خوراکي توکي ورکړل شي . موږ د شپږ ډوله خوراکي توکو د وېشلو غوښتنه کړې او بيې مو هم ترڅنگ ليکلي دي . که چېرې دغه مواد له بهرنيو هېوادونو وارد شي نو ٣٨٤ ميليونه ډالره پيسې کېږي . که چېرې دغه مواد پر څه باندې ٥٠٠ زرو حکومتي کارکوونکو ووېشل شي، نو د بازاروونو بيې به هم را ټيټې شي .''

له اوسه درې کاله وړاندې هم د افغانستان مشرانو جرگې ورته يو وړانديز حکومت ته سپارلى و، خو دا ځل افغان سناتوران هيله مند دي چې دغه تگلاره به د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري ومنل شي .

دغه تگلاره له هغه وروسته تصويبېږي چې د افغانستان ولسي جرگې د حکومتي کارکوونکو د تنخواوو قانون تېره ورځ تصويب کړ چې له مخې يې د يوه حکومتي کارکوونکي تنخوا لږ تر لږه د مياشتې ٥٠٠٠ افغانۍ چې نژدې سل امريکايي ډالره کيږي ټاکل شوې .

په افغانستان کې په تېرو څو مياشتو کې د نفتي موادو ترڅنگ د خوراکي توکو بيې څو برابره لوړې شوې چې گڼ خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي .

که څه هم افغان حکومت له ځينو بهرنيو هېوادونو د زرگونو ټنو غله دانو د پېر خبر ورکړى، خو دغو هڅو تر اوسه د خوراکي توکو د بيو په راماتولو کې د پام وړ بدلون نه دى راوستى

Views: 864 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024