افغان چارواکي وايي په فراه ولايت کې نيول شوي په لسگونه پوليس له پوښتنو گرويږنو وروسته د دغه ولايت د محکمې له لوري آزاد شوي دي .
د فراه ولايت چارواکي وايي دغه پوليس په تېروتنې نيول شوي وو چې د دغه ولايت د محکمې له لوري له پلټنو وروسته بې گناه پېژندل شوي دي .
په فراه ولايت کې نژدې درې مياشتې وړاندې څه د پاسه څلوېښت تنه افغان پوليس په غلا غديو او له موټرو چلوونکو نه د پيسو اخيستو په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي وو.
افغان چارواکي مني چې نيول شوي پوليس په نشه يې توکو روږدي وو، خو دا نه مني چې هغوى په اداري فساد او د لارو په اوږدو کې د مسافرينو په زورولو کې لاس درلود .
د فراه ولايت مرستيال والي محمد يونس رسولي وايي د محکمې له پريکړې وروسته له دغو کسانو د پوليسو جامې
...
پوره متن