pashtana جمع, 2024-04-26, 7:39 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2009 » مارچ » 3 » په فساد تور پوليس بېرته خوشي شول
په فساد تور پوليس بېرته خوشي شول
8:51 AM
افغان چارواکي وايي په فراه ولايت کې نيول شوي په لسگونه پوليس له پوښتنو گرويږنو وروسته د دغه ولايت د محکمې له لوري آزاد شوي دي .

د فراه ولايت چارواکي وايي دغه پوليس په تېروتنې نيول شوي وو چې د دغه ولايت د محکمې له لوري له پلټنو وروسته بې گناه پېژندل شوي دي .

په فراه ولايت کې نژدې درې مياشتې وړاندې څه د پاسه څلوېښت تنه افغان پوليس په غلا غديو او له موټرو چلوونکو نه د پيسو اخيستو په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي وو.

افغان چارواکي مني چې نيول شوي پوليس په نشه يې توکو روږدي وو، خو دا نه مني چې هغوى په اداري فساد او د لارو په اوږدو کې د مسافرينو په زورولو کې لاس درلود .

د فراه ولايت مرستيال والي محمد يونس رسولي وايي د محکمې له پريکړې وروسته له دغو کسانو د پوليسو جامې او نور وسايل اخيستل شوي او هغوى د پوليسو له ليکو ايستل شوي دي .

د ښاغلي رسولي په وينا د پوليسو هغه مشران په تېښتې بريالي شوي، چې په اداري فساد او ورته نورو جرمونو کې يې لوى لاس درلود .

وړاندې له دې د فراه ولايت په فرا رود سيمه کې يوشمېر افغان پوليسو خپلې وسلې پلورلې وې او د کار موندنې لپاره گاونډيو هېوادونو ته تښتېدلي وو.

فراه د افغانستان په لوېديځ کې پروت هغه ولايت کې چې کله ناکله ترې د ناامنيو خبرونه رارسېږي .

په فراه ولايت کې په نشه يې توکو يوشمېر افغان پوليس په داسې مهال د محکمې له لوري ازاد شوي چې په کابل کې بيا د نشه يې توکو پرضد د ځانگړې محکمه له لوري ځينو افغان پوځيانو او پوليسو ته د نشه يې توکو د چاقاق په تور د بند سزاګانې اورل شوې دي .

Category: خبرونه | Views: 1729 | Added by: nasirzaland | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مارچ 2009  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024