غزل
د رڼاګانو نه ساه باسي له هجومه ستوري
ځمکې ته ښکته راښويږي بې مفهومه ستوري
اوس د مينو په ورغوو کې سترګک نه وهي
ښايي چه وتي له ولکې دي له نجومه ستوري
د وخت فرغون دانه ټول اسمان په زور نيولى
ګرانې لمنې ته دې راوړمه له کومه ستوري
د ا ظالم وګورى په لپه کې نړۍ ځايوي
وړي هميشه زمونږ د کلي له مظلومه ستوري
په لوړه څوکه ورته ناست دى ترينه هار جوړوي
ساجد(بهار) بيا راښکيل کړي وي په لومه ستوري
ساجد(بهار) خوست
|