pashtana بنڅني, 2024-04-20, 7:02 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 15 » د کندهار له زندانه د تښتيدليو لټون دوام لري
د کندهار له زندانه د تښتيدليو لټون دوام لري
7:37 AM
افغان چارواکي وايي چې د کندهار له زندانه د تښتېدلو زاندانيانو د بېرته نيولو لپاره يې د ناټو په مرسته په پراخو عملياتو لاس پورې کړى دى.

د سيمه ييزو چارواکو خبره ده چې د کندهار په نژدې ټولو ولسواليو کې عمليات پيل شوي او ځينې سيمې بمباردې شوې هم دي.

ظاهرآ داسې ښکاري چې د کومو زندانيانو د بيرته نيولو هيله نه وي د بمباريو په مټ د هغوى د وژلو هڅه شوې ده .

تر اوسه په بمباريو کې د وژل شويو کسانو شمېره نه ده ښکاره شوې .

په کندهار کې د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي بي بي سي ته وويل چې د تېرې ورځي په اوږدو کې دوه موټر او يو کور د ناټو ځواکونو له لوري بمبارد شوي دي.

که څه هم ښاغلى کرزى وايي چې نژدې شل تنه زندانيان بېرته نيول شوي دي .

خو قاري يوسف احمدي چې د وسله والو طالبانو وياند ځان را پېژني ادعا کوي چې خپل ټول زندانيان يې تر خوندي سيمو رسولي دي .

هېڅ طالب زنداني د ده په خبره نه بيرته نيول شوى او نه هم وژل شوى دى.

وسله وال طالبان اوس دا هم وايي چې د وړمې شپې په لومړني ځانمرگي بريد کې چې د زندان لويه دروازه يې پرې والوزوله اتلس کيلو بارود ځاى پر ځاى شوي و .

د کندهار په زندان کې تر بريد وړاندې د زنداني شويو اسيرانو د شميرې په باب هم بيلا بيلې خبرې کيږي .

لومړى افغان چارواکو ١٣ سوه زندانيان يادول خو اوس وايي چې هلته يوازې يوزر او پنځوس زندانيان ساتل شوي و چې ٤٠٠ يې طالبان او پاتې نور يې په جنايي جرمونو تورن و. له بي بي سي سايټ څخه په مننې

Category: خبرونه | Views: 1286 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024