pashtana منڅني, 2024-03-28, 1:31 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 13 » ''ښاغلى کرزى!دوينادخپلواکۍ ډاډ ورکړئ''
''ښاغلى کرزى!دوينادخپلواکۍ ډاډ ورکړئ''
4:17 PM

دخبريالانو دوه نړيوالو ټولنو په دوه بيلابيلو پرانيستو ليکونو کې له افغان ولسمشر څخه دوينا او رسنيو د خپلواکۍ ددفاع لپاره د پاريس په کنفرانس کې د څرگندو ژمنو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

دخبريالانو د ژغورنې کميټې او د بې پولې خبريالانو د ټولنې ليکونه د پاريس د کنفرانس له پيليدو څخه يوازې څو ساعته وړاندې خپا ره شول .

دغو ټولنو په ورته ټينگار سره په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندې پر تاوتريخوالي خپلې ژورې انديښنې ښودلي دي .

دخبريالانو د ژغورنې کميټه وايي داسې ښکاري چې د ښاغلي کرزي حکومت د ژورناليستانو په ژغورنه کې پاتې راغلى دى .

کمېټې د تاوتريخوالي د وروستۍ پيښې په توگه د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني وژنه ياده کړې ده او له افغان ولسمشر يې غوښتي دي چې د هغه وژونکي وپيژني او محاکمې ته يې وړاندې کړي.

دبې پولې خبريالانو ټولنه افغان ولسمشر ته ليکي که دافغان خبريالانو ستونزو او د وينا د خپلواکۍ په وړاندې ننگونو ته پام ونکړي ښايي حکومت يې هغه څه له لاسه ورکړي چې په سختۍ سره يې ترلاسه کړي دي.

دافغان خبريالانو ډاډ ، او د نړۍ د هيوادونو دملاتړ له لاسه ورکول چې ډيرى يې د ليک په ټکو له افغانستان سره پوځي ، سياسي او اقتصادي مرستې کوي.

دبې پولې خبريالانو ټولنې بيا پخپل ليک کې يو شمير هغو بدو پيښو ته اشاره کړې ده چې په افغانستان کې خبريالانو زغملي دي.

ليک په هلمند کې دبي بي سي د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني او په بلخ کې د ژورناليزم د پوهنځي د زده کونکي پرويز کامبخش ددوسيو په څير مسالو ته د ښاغلي کرزي پام ور اړولى دى.

دعبدالصمد روحاني په هلمند کې د تيرې شنبې په ورځ لا درکه شو او بيا يې مړى د يکشنبې په ورځ دهلمند ولايت مرکز لښکر گاه ته څيرمه وموندل شو .

له دې پيښې سم لاسي وروسته د خبريالانو دغې ټولنې د عبدالصمد روحاني پر وژنه خپل ژورخپگان ښودلى وو او له افغان دولت يې د هغه د وژونکو محاکمه غوښتې وه .

په دې ليک هم دخبريالانو دې ټولنې له افغان ولسمشر په کلکه غوښتي چې په افغانستان کې دوينا اود رسنيو د خپلواکۍ ددفاع لپاره د پاريس په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې په وړاندې څرگندې ژمنې ورکړي.

او دا يقيني کړي چې په هيوادکې به دخبريالانو او د وينا د خپلواکۍ په وړاندې- تاوتريخوالى له منځه وړي .

له بي بي سي سايټ څخه په مننې

Category: خبرونه | Views: 928 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024