د پكتيكاولايت د مټاخان ولسوالۍ اوسيدونكي وايي چې ايتلافي ځواكونود شپې پرمهال په هوايي او ځمكني بريدونو كې د ښځواوماشومانوپه ګډون ترڅلويښتوپورې ځايي اوسيدونكي وژل شوي دي.
ايتلافي ځواكونه په همدې عملياتو كې د يوشمېر وسله والود وژولو د ادعا ترڅنګ ملكي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل هم منلي دي.
دغه هوايي او ځمكني د بريدونه د چارشنبې په شپه د پكتيكاولايت د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيم كارېز په سيمه كې شوي، په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې پدې سيمه كې د طالبانو دوه قوماندانان وو او د هغوى د نيولو په موخه يې عمليات كړي د دوى په خبره چې پدې وخت كې له كورونو پرې ډزې وشوې او ځواكونويې هم پرې ځمكني او هوايي بريدونه وكړل.
خبر ځاې وايي چې په پايله كې يې يوشمېر وسله وال او د دې ترڅګ دوې ميرمنې او يوماشوم هم ووژل شول اويوه بله ميرمن ټپي شوې ده، اوهمداشان يې دوولس تنه ژوندي وړي دي .
خودې سيمې اوسيدونكي وايي چې د شپې له مخې نړيوال ځواكونه كورونو ته ورغلي په ملكي وګړو يې د مخامخ بريد ترڅنګ دروند هوايي بمبارهم كړى.
لطف الله (حسرت) خوست
|