لطف الله( حسرت) خوست
خدايه څنګه قرار يوسم يو تنکي زلمي مي مړ دي
خدايه څنګه صبر وکړم يو کمکي زلمي مي مړ دي
ما ژړلي ډير په زوره چي مي دا خبر تر غــــوږ شو
چي صمد روحاني مړ دي ګلالي زلمي مي مړ دي
ربه دا څنګه دنيا ده خدايه څومره خاموشـــي ده
يو بي وسه يو بي کسه هلمندي زلمي مي مــړ دي
ستا ماشوم په چيغو ژاړي تړمي او ښکي يي بهيږي
د شهيد با با لار څاري څه مسکي زلمي مي مړ دي
ته خفه نه شي صمده حسرت ډير په تا ژړلــــــي
شهادت دي مبارک شه غرڅني زلمي مي مــړ دي
|