د خواخوږئ پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان په سويل ختيځ ولايت هلمند کې د بي بي سي راډيو ځوان، تکړه ،بې پارې اوزړور ژورناليست عبدلصمد روحاني په شهادت رسيدلى دى.
خداى بخښلى (روحاني) هغه څوک وو، چې تل يې په خپله دنده کې په پوره صداقت کار کاوه .
هميشه يې د حقايقو او وقعيتونو پر اساس رپوټونه برابرول . زموږ د کاره معلوماتو له مخې نوموړي خداى بښلي تل په خپلو رپوټونو کې د خلکو فقر او غربت ته ډيره پاملرنه کوله ، چې دغه ځانګړتياوې دده په اصلي افغانيت او نيک احساس باندې شهيدي ورکوي . بناً ، د ځوانانو ملي جرګې ټول غړي دغه بې رحمانه پيښه غندي او د هيواد په مطبوعاتي ډګرکې ستره ضايع بولي .د مرحوم روحاني صاحب کورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندې کوي او د لوى خداىج) څخه خداى بښلي ته د فردوس جنت غوښتنه کوي . اروا دې ښاده وي
په درنښت
مبارز محمد ځدراڼ
د ځوانانو ملي جرګې ريس
|