pashtana منڅني, 2024-03-28, 2:54 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 6 » چارواکي:دککړچاپيريال له کبله زيانونه زغمو
چارواکي:دککړچاپيريال له کبله زيانونه زغمو
9:05 AM

په افغانستان کې د چاپيريال ساتنې نړيواله ورځ داسې مهال لمانځل کيږي چې د چارواکو په وينا د دغه هيواد چاپيريال له سختو گواښونه سره مخامخ دى.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي د هيواد په بيلابيلو برخو کې په ناقانونه توگه د طبيعي ځنگلونه وهل پر چاپيريال ناوړه اغيز کړى دى.

د چارواکو په ويناپه تيرو لسيزو کې د دغه هيواد نيمايي ځنگلونه له منځه تللي چې يو وخت يې د هيواد په سلو کې دريمه برخه پوښلې وه.

د سون دناسمو توکو لوگي، د انساني او حيواني فضوله موادو او د استعماليدونکو پلاسټيکونو او نورو توکو لپاره د ځانگړيو ځايونو نشتوالى د چاپيريال نور لوى ککړونکي بلل کيږي.

د افغانستان په ځنگلونو کې د ژويو نا قانونه ښکار هم د دغه هيواد د چاپيريال د ساتنې په وړاندې ستره ننگونه شميرل کيږي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي د يادو شوو ستونزو د له منځه وړلو په موخه ېې ځانگړې تگلاره جوړه کړې او هيله لري چې د دغې تگلارې په پلي کولو به د چاپيريال ساتنې ستونزه تر ډيره له منځه ولاړه شي.

د عامې روغتياوزارت وايي د ککړ چاپيريال له امله هرکال په دغه هيواد کې گڼ شمير انسانان په ناروغيو اخته کيږي .

د دغه وزارت وياند عبدالله فهيم وايي هر کال لسگونه ماشومان د ککړ چاپيريال له کبله د راپيدا شوو ناروغيو له امله مړه کيږي.
غږ
په افغانستان کې د چاپيريال د ککړتيا په اړه افغان چارواکي داسې مهال انديښنه ښيي چې په همدې ورځ د ملگر ملتونو عمومي منشي بان کې مون هم د يوې خپرې شوې خبرپاڼې پرمټ پر نړيوالو د چاپيريال ساتنې غږ کړى.   
 له بي بي سي سايټ نه په مننې

 

 

 

Category: خبرونه | Views: 921 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024