د ګلونو سوداګر
د مکتب جينکى تورې
لکه تورې شاماتورې
سپين ټيکري يې لکه غاړو کې پټارې
ماشومتوب نه راوتلي
سپين ساده مخونه راغلې ډلې ډلې
د مکتب د زنګ چې کړنګ شو
زلمکې د د يوالو سيورته راغلل ؛
کتاپچې او کتابونه يې د ملاتر ملاوستنو پټ کړل
چا د ګوتو په سرونو په ويښتو کې کوڅې وکړې
چا بوټونه د پايڅو په استرونو باندې پاک کړل
د مکتب جينکۍ توندې نخره بازې
زلمکيو نه راتېرې شوى بيخياله
ته و هيڅ بويې و نه ليد
نرى ملاوې يې کږې وږې کولې
وې په زړونو کې حيرانې
زلمکې به رراون شي؟
که ولاړ وي له چاته
د غرمې په سره ګرمۍ کې
تورو تورو کميسونو کې راګيره
سره څونډۍ والا خولۍ ده
لز په وچويلي راکوزه
لاندې دوه ببرې وروځې
لمر سيځلې غنمرنګه څېره ډوبه
د خولو څاڅکې يې راشي تر ګرېوانه
پيسې واخلې چاته ګل په لاس کې ورکړي
ګل پلورونکى زلمى شماري خپله ګټه
څو پستو ګوتو په لاس باندې لز کيـښود
ګل يې واخيست ورورو شاته ووتله
ګل پلورونکى لز موسکى شو:
نن يې بيا ميده پيسې راباندې پور شوې
ګوندى بـيا سبا ته واخلي څو ګلونه
عبدالغفور لېوال
|