د شپې چوپتيا د د يواله ګړۍ ټک ، ټک ماتوي
اوکه زرګر غمى د عمر ، په څټک ماتوي
ستا پر تنکيو پښو مين دى ته خبره هم نه يې
چې په تڼاکو لاسو کاڼې د پر کاڼې د سرک ماتوي
ښايي د ښکلو توربانه دي له ا لماسو راشنه
سپينې هندارې ، چې د زړونو په سترګګ ماتوي
پيرمحمد (کاروان)