pashtana جمع, 2024-04-26, 8:31 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 6 » ''دډيورنددشخړې پرسرخبرې وکړئ''
''دډيورنددشخړې پرسرخبرې وکړئ''
9:11 AM

دافغانستان متحده ملي شورا چې ځان ددولت مخالفه ډله گڼي دافغانستان له دولت څخه يې غوښتي دي چې دپاکستان له دولت سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د پولې پر سر خبرې وکړي.

ددې شورا چارواکو په کابل کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ټينگار وکړ چې ددواړو هيوادونو ترمنځ د ډيورنډ د کرښې په اړه شرايط برابر شوي دي.

متحد ملي شورا وايي په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځته کيدو او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له شته والي سره چې دافغان دولت ملاتړ کوي دپولې پر سر د لانجې د اوارولو لپاره وړ وخت رامنځته شوى دى.

ددې شورا نوبتي مشرجعفر کوهستاني د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د ملگرو ملتونو ترڅارنې لاندې ددې ستونزې د اواري لپاره د پاکستان له دولت سره خبرې پيل کړي .

خو دافغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين بي بي سي ته وويل چې دافغانستان دولت دېته چمتو دى چې په سيمه کې د ټيکاو د ټينگيدا لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو دده په وينا د ډيورنډ د کرښې پر سر خبرې ددواړو غاړو د ولسي مشرانو د هوډ پورې اړه لري :

دچارو شنونکي وايي چې ددواړو هيوادونو اوسنيو شرايطو ته په پام سره دډيورنډ پر کرښې خبرې اترې شونې نه دي .

دسياسي چارو يو افغان کارپوه فضل رحمان اوريا وايي د ډيورنډ د کرښې پر سر خبرې اترې د يو پراخ بنسټه او ځواکمن حکومت کار دى :

دډيورنډ د کرښې د لانجې د اواري لپاره د متحدې شورا وړانديز په داسې مهال کيږي چې له دې وړاندې پاکستان بيا بيا د کرښې پر سر د اغزن ديوال د جوړولو خبره کړې ده .

او دگاونډي هيواد دغه هوډ د افغانستان د حکومت او چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شوى دى .

دپاکستان او افغانستان ترمنځ دډيورنډ کرښه تر پايه لانجمنه اودکرښې ددواړو غاړو اوسيدونکو له خوا نه ده منل شوې.     له بي بي سي سيايټ نه په مننې

 

 

 

Category: خبرونه | Views: 853 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 1
1 Desexed Vagina  
0
I should notify my girlfriend about it.

Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024