pashtana جمع, 2024-04-26, 5:52 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 3 » په ارزگان کې د ځغاستې سيالي وشوه
په ارزگان کې د ځغاستې سيالي وشوه
5:09 PM

 له سختو امنيتي گامونو سره په لومړي ځل د ځغاستې په لسګونو لوبغاړو د سه شنبې په ورځ ( د غبرګولي ١٤، د جون ٣ ) د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې ګډون وکړ .

د دغه ولايت د لوبو د برخې چارواکي وايي شاوخوا ١٠٠ تنو لوبغاړو په دغو لنډ واټنو ځغاستو کې برخه اخيستې وه .

دغه سيالۍ د ترينکوټ ښار له څاګۍ سيمې څخه د سهار په اوه نيمو بجو پيل او د درې کيلومتره واټن په وهلو د ولايت د مقام مخې ته په اته نيمو بجو پاى ته ورسېدې .

په دغو ځغاستو کې د ارزگان اوسېدونکو عبدالقدير لومړى، جواد دويم او صديق الله دريم مقام ترلاسه کړ .

د ځغاستې په پاى کې د اروزګان د والي اسدالله همدم او د لويو لارو د پوليسو د قوماندان مطيع الله پوپل له خوا پر ګټونکو لوبغاړو انعامونه ووېشل شول .

د دغې سيالۍ ګټونکي عبدالقدير وروسته له حکومت څخه وغوښتل چې په اروزګان کې د لوبو او لوبغاړو د ودې لپاره کار وکړي .

د ځغاستې نندارې ته د ترينکوټ گڼ شمېر اوسېدونکي راغلي وو، چې د لوبغاړو په وينا دا له لوبو سره د خلکو د مينې ښکارندويي کوي .

 

له بي بي سي سايټ څخه په مننې

 

Category: خبرونه | Views: 738 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024