pashtana دوني, 2017-11-22, 8:25 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 24 » د د وزخ څوکيداره
د د وزخ څوکيداره
6:06 PM
د دوخ  څوکيداره  ، وږمه سبا عامر

څومره چې شپه پخېده،هومره دساجدې په ګېډه اوملاباندې درد زورور کېده . هغې نورنه شواى کولاى چې خپله خوله ګنډلې وساتي.ابۍ دکوټې په کونج کې ........ هغه کونج چې لاندې سرکې يې دکوټې دروازه وه ، ه خيرن  بالښت باندې سر اېښى واو په درانه خوب وېده وه . ترڅنګ يې شهنازه د خپلې څوارلس کلنې لور ثريا سره خوبولې پرته وه . هغوى ښه وه يوه پاکه بستره يې سره درلودله ، دساجدې خواته نادره وېده وه، دنادرې عادت وچې دشپې دوه درې ځله راويښه شي اوخپل سګريټۍ ووهي .  دساجدې زګيرويو  نادره په خواږه خوب کې وتخنوله اودسګريټي هوايې په زړه ووروله ،په خپل ځاى کېناسته
اوساجدې ته يې ورپام شو، سترګې يې وموښلې ، ورنزدې شوه ، ورويې ورته وويل ساجدو ! خير خوبه وي ؟
-  خير چيرته دى مړه شوم دردونه مې دي .
-  نه بابا داڅه وايې ...... ؟
داسماني مياشتې څوارلسمه وه ، سپوږمۍدکوټې دسيمي پنجرې نه ،دکوټې منځ غولي ته ښه صاپه رڼا ورکوله . نادرې ساجده راوچته کړه اورڼا ته يې راوسته .  په ابۍ يې غږوکړ:
-  پورته زړې ! بلا دې ووهه ،همدې ته جوړه يې چې ټوله ورځ سترګې په سور رنګ  رانجه کړې ، ښځه مړه شوه .
دنادرې له غږسره شهنازه اوثريا هم له خوبه رابېدارې شوې . درې واړه ساجدې ته رانژدې شوې . شهنازې ابۍ ته وکتل اووې ويل :
 -  اوس به څه کوو ښځه لنګيږي ،څنګه به يې خوندي کوو، نه زوړکي شته نه توشکې، په دې تش غولي باندې به څه کوو .
ابۍ هم سر وښوراوه ،غږ يې ونه کړ خونادره راسره شوه ،شهنازې ته يې ورغبرګه کړه :
 -  څه به کوو، دروازه وډبوه ، اوازوکه چې ددوزخ څوکيداره راشي اووې ګوري چې شفاخانې ته يې  بوځو .
دنادرې په دې خبره باندې ثريا کټ کټ وخندل ځواب يې ورکړ:
- داسې خوشې نه ده، اوس که مړه هم شي دادروازه به څوک ترسهاره نه درته خلاصوي . هغه دنايي ښځه دې وېره ده چې تېره مياشت په همدې پلمه يې خپل غټ پټ زوى په شفاخانه کې پرېښود اووتښدېدله .  له هغې ورځې نه شفاخانه يې سره بنده کړې ده ،پوه سوې که نه .
داد ښځينه  بنديانودمحبس يوولسم نمبر کوټه وه، ساجدې په دې جرم دلته شپې سبا کولې چې هغې دخپل مېړه قهار لاس په تبرګي باندې پرې کړى و. هغې خويې سر له تنه جلا کاوه خوهغه سره بخت ياري کړې وه . دشپې په تياره کې دغاړې پرځاى لاس دساجدې تر تبرګي لاندې شوى و.  دقهارګناه داوه چې ټوله ورځ يې په نشو کې تېر وله ،دکابل په کورنيو جګړو کې يې نورغلاشوي مالونه خلاص شوي وو، ترڅويې (بنګو بوځې يې کړي )نويې ملاتړلې وه چې نوره ساجده بنګوبوځه کړي . ساجدې چې ښه ځواني درلوده ،نودښه مال په بيه تله اوروزانه يې دقهارپه اند ښه پېسې ترلاسه کولى شواى ،خودا ارمان يې ساجدې په زړه کې ورخښ کړى و.
شهنازه هغه څلويښت کلنه ښځه وه چې تل به يې له افغانستان نه نوروګاونډيو ملکونوته له لورسره يوځاى پوډر وړل ،له رنگ نه ښکلې غنم رنګې مېرمن وه، ښه وخت يې تېرکړى و، ددې حال ويونکى يې تازه رنګ و، ځواني  يې وه چې دايې ددرويشتو کالو درپېژندله خو وه دڅلويښتوکالو، دهغې په دې محبس کې  دويمه مياشت وه . په دې بند کې اوازې وې چې راروانې اونۍ کې به موراولور دواړه ازاديږي . نادره هغه زړه په کورپاتې پېغله وه چې اوس يې کورنۍ هم نه درلوده ټوله کورنۍ يې په کورنيو جګړو کې له لاسه ورکړې وه ، اواوس يې ځان سره څوجينکۍ ساتلې وې، خوديوې جينۍ په سرچې يې په کمو پېسو  يې دتېرې جګړې پخواني قوماندان ته نه ورکوله ، دهغه شخ سترګي قوماندان له لاسه دې تورې کوټې ته راغلې وه . اودبند موده يې لنډوله .ابۍ چې دوه ځوانې کونډې انګياندې اواته يتيم لمسيان يې درلودل ، ديو جهادي قوماندان دښځې دسرود اميل په غلا دلته رارسېدلې وه . هغې په رښتيا هم داکار کړى و، ددې اميل دترلاسه کولولپاره يې پوره دوه مياشتې دجهادي قوماندان کره مزدوري کړې وه اودکورخدمت يې ورته کاوه . خودنر غازي لوروه اميل يې په يوه ښه ځاى کې ځاى په ځاى کړى و،تراوسه يې جرم په ځان نه ومنلى  .
ساجده ددردونوله زوره سره اوشنه اوړېدله . شهنازې يې يومټ اولوريې بل مټ نيولى و، په کوټه کې يې ګرده ګرځوله . دهغې دردونه يې سره ګرم ساتل اوبيا به يې خپلې ګړۍ ته وکتل ،ددردونوپه منځ کې به يې وقفه اوشېبې شمېرلې، په ساجدې دردونه راتاوده کېدل . نادرې دروازه ډبوله اوددوزخ څوکېدارې ته يې نارې وهلې .
 مريم ددې بند دښځو دبرخې مسووله وه، نن شپه دهغې دنوکريوالۍ وارو، هغه له رنګه توره سکڼه وه اوپوره غوصه ناکه ښځه وه . په کومه شپه چې به نوکريواله وه نودبند په ښځوباندې به قيامت و، ترسهاره به يې نه څوک ځواب حاجت ته پرېښودل اونه داوبو څښاک ته،  نوځکه ښځو پرې همدانوم پېرزوکړى و. هغه هم له دې نوم سره دومره روږدې شوې وه چې چا به دمريم په نوم ورته غږ وکړ نو ځواب به يې نه ورکاوه، ترڅوچې به يې داخوږ نوم وانه ورېده .  نادرې په زوره زوره نارې وهلې :
-  ددوزخ څوکيدارې !  وه څوکيدارې .....
 ترهغويې نارې وکړې څويې دنوروکوټونه نورې بنديانې راويښې کړې،  دنادرې له اوازسره سم دنارو غوبل جوړ شو،اومريم مجبوره شوه  او يوولسم نمبر کمرې ته ورغله . ددراوزې په کوم سوري کې چې نادرې خپله خوله ايښې وه اوچيغې يې وهلې هغه ځاى  ته يې ټپ ورکړ، خپل لاسي څراغ يې ورواچاوه او په قهر جنه لهجه يې وويل :
څه ټکه راغورځېدلې ......
نادرې ورغبرګه کړه :
-  له ټکې نه خبره وتلې ده ښحه لنګيږي .
- څه ..... ؟
نادرې لاجواب نه وورکړى چې دماشوم دژړا نازک نرى غږ دسپوږمۍ له رڼا نه راوڅرخيده اودکوټې په تياره کې وځغليده . شنهازې ددروازې په لوري ورمنډه کړه وارخطايې مريم ته وويل :
-  ددوزخ څوکيدارې خورې  ! زرکوه چاقو يا دږيرې چاړه راوړه چې نوم يې پرې کړو.
څوکيدارې وارخطا وارخطا دمحبس دپخلنځي په لوري ورمنډه کړه، هغې نه داهم هير ووچې دشپې په دې ناوختۍ کې سرور کاکا خو په خپل کورکې په کراره خوب ويده دى اوپخلنځۍ خوترسهاراووبجوپورې بند دى ،دمريم سرته عقل ورغى چې په محبس کې خو تيره اوڅيرونکي توکي نشته اومنع دي . دمحبس د پخلنځي خواته يې په واوروکې په نيم پټو تېرو ډبرو باندې سترګې ولګېدې ،له يوې ډبرې نه يې واوره په لاس لرې کړه اوديوولسم نمبر کوټې په لوري يې  ورمنډه کړه .  ددروازې له سوري نه يې نادرې ته تيږه ورکړه . نادرې دتيګې په ليدلو وويل :
-  په دې څه وکړو دوزخي ابۍ .....دتاسر مات کړم که خپل ؟
دنادرې داخبره بې ځوابه پاتې شوه، ابۍ يې تيګه له لاسه واخيسته اودهلک نوم يې ترې لاندې کړ، په دويم ګذار سره نوم جلاشو اودخپل ټيکړي نه يې څيره وويسته اونوم يې ټينګ وتاړه، ابۍ له هغې تيګې نه ډېره ګټه واخيسته، دکوټې غولى چې خام وو په هغه ځاى کې چې ساجدې زوى زوکړى و،هغه ځاى يې ښه وتوږه ، دماشوم جوړه اودککړ غولي وينې يې ترخارولاندې کړې . هغه لاپه خپل کارلګيا وه چې دمريم غږ ديوولسمې نمرې کوټې ددروازې ترشاراپورته شو.  اوس مريم يوازې نه وه ورسره دوه نورټوپکوال هم ولاړوو،کوم چې ټوله ورځ دمحبس په لويه دروازه کې ولاړوي، دروازه خلاصه شوه، دمريم په لاس کې دوه غټې روجايۍ وې ،هغه يې نادرې ته ورکړې اوورته يې  وويل چې ماشوم دې پکې پټ کړي ، اوديوه ټوپکوال په لاس کې کمپله اوبستره وه شهنازې له ټوپکوال نه بستره واخيسته اوځانته يې وغوړوله، مريم پرې نارې کړې داستالپاره نه ده دادلنګې لپاره ده، هغې وويل :
-  ولې سترګې نه لرې،دابستره چې اوس يې ترلاندې اواره ده، دادتادپلارده . ترڅوتادابستره راوړه، ښځه خومړه کېده، ماخپله نوې بستره ورکړه اوس هغه لړلې ده،زما په   کارنه راځي .
نادرې خپل سګريټ بل کړ اوساجدې ته يې وويل :
  - دادې څه کاوه ،سبابه يتيم وي ،ته چې له دې ځايه ووځي والله که دې قهارژوندۍ پرېږدي نوښه به داوي چې ددې ماشوم لپاره ماکره راشي .
ساجدې هلک ځانته ورنږدې کړ، سينې پورې يې جوخت کړاو نادرې ته يې څه ونه ويل .
دلمردڅرک سره ددوزخ څوکيدارې ديولسمې کمرې دروازه خلاصه کړه او يوه  کاسه چې تودلوګۍ ورڅخه جګيده ،دساجدې مخې ته يې کېښودو، ساجدې ځان په کمپلې کې تاوکړى و،مخ يې پټ و، اودنري زګيروي غږ يې راته،مريم په ماشوم ورټيټه شوه اومخ يې ورلوڅ کړ، ماشوم خپلې شنې سترګې ورواړولې ،دماشوم دپوزې دپاسه تورخال نوره هم مريم په ځان پورې حيرانه کړه، دماشوم مخ يې ژر ورپټ کړ اوخپلې کمرې ته راستنه شوه دالمارۍنه يې لوى  کتاب راواخيسته ،دساجدې دنوم دثبت په نېټې يې سترګې ولګېدې خپلې ګوتې يې وشمېرلې روانه مياشت دساجدې څوارلسمه مياشت مخ په ختمېدو وه ،اودماشوم دسترګو رنګ اودپوزې دپاسه خال دمصتنتق شرف الدين غوندې وو.

 
Category: لنډې کیسې | Views: 759 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 1
1  
واه ګرانې ډيره ښکلي يې عامر جانې چې ښه داسې ټينګه مې غولي واى په خداى چې ښه خوند به د ترې اخيستى وه سم په انګريزي مې مډل به مې غول درته ښودلي واى

Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2017