pashtana دوني, 2024-04-24, 2:16 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2009 » مارچ » 2 » دروېش درانی،
دروېش درانی،
1:21 PM

ويجاړ وطن

 

شاعر: دروېش درانی، کوټه

 

سرهْ زخمونه په مثال د سرو غالبُوزو
په فضا كي د وطن دي را الوتي
د وګړو په بدن پوري دي نښتي
انسانان دي لېونو غوندي په منډه
هر طرف ته فريادونه دي، ژړا ده
په وطن كي مو د جنګ داسي بلا ده
چي نهْ سترګه، نهْ ئې غوږ، نه ئې سپږمه شته
ټول بدن ئې دآ غاښونه او غاښونه
سر تر نوكه ئې وجود د
ی
ژامي ژامي
روغي وني او ښاخونه خوري بې درېغه
د كورونو دېوالونه خوري بې درېغه
د وګړو اندامونه خوري بې درېغه
دا خوراك به وركوو تر كومه وخته
دا بلا به زياتي باسو له وطنه
دا وطن به يو ځل بيا ودانول وي
څيري څيري دېوالونه ګنډل غواړي
هم شړۍ او هم شالونه ګنډل غواړي
خو دا كار لري لالېه ډېري ستونزي
دا په دا چي موږ له لاسه دي وركړي
دومره سترګي، دومره پښې، دومره سرونه
چي حساب ئې وهيچا ته معلوم نهْ دی
په دې ورځو كي به كار له سپما اخلو
اندامونه له دې قامه سره لږ دي
روغ بدن وهر سړي ته نهْ رسېږي
په يَوهْ پوست كي به دوه تنه اوسيږو
په يَوه خُلهْ به څلور كوو  خبري
دايووخت د
ی،داسي وخت دی
،پر موږباندي
چي تا دواړې پښې بايللي دي په جنګ كي
زهْ هم نهْ لرم په تن پورى لاسونه
په يواځي سر نهْ تهْ شې څهْ كولاى
او نهْ زهْ د څهْ كولو وس لرمه
ځه چي دواړه يو وجود او يو بدن شو
تهْ زما په پښو روان شه خپل منزل ته
زهْ به ستا په لاس غلمينه ډوډۍ خورمه
زهْ به ستا په لاس سپڼسی او ستن را وا خلم
څيري څيري  دېوالونه به ګنډمه
دا مثال به ټول اولس ته يو مثال شي
ټول وګړي به نزدې شي و يو بل ته
ړوند به لاره د كاڼهْ په سترګو ويني
كوڼ به اوري د ړاندهْ په غوږ سندره
په شريكه به وطن ودانول وي
كروندې به زياتي نهْ پرېږدو بې كښته
اندامونه به كرو په كړه كړه
دايووخت د
ی ،داسي وخت دی
چي موږوينو
د قميص لستوڼي دوه وي خو لاس يو وي
دوې مو چڼي انتظار وي يوې پښې ته
دا كمَی پوره كول غواړي په ګډه
زياتي نهْ كوو له دغه كاره ډډه
لا تر كومه به په وينو وي ككړه
د غنمو په بُوى خپله فضا مينځو
سر تر پايه به وطن په رڼا مينځو

Category: شعرونه | Views: 1704 | Added by: nasirzaland | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مارچ 2009  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024