pashtana جمع, 2024-03-29, 6:50 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2009 » مارچ » 2 » قران کريم ته دسپکاوي په غبرګون په ننګرهار کې لاريون وشو
قران کريم ته دسپکاوي په غبرګون په ننګرهار کې لاريون وشو
1:05 PM
ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو په غزني ولايت کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د قران کريم دسپکاوي په غبرګون د کب په ١٢مه، لاريون وکړ .

 

دغه لاريون کوونکي چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسېده د بهرنيو ځواکونو له لوري په غزني ولايت کې قران کريم ته د سپکاوي د غندلو په موخه راوتلي وو چې د جلال اباد _ کابل لار يې هم دترافيکو پرمخ تړلې وه .

 

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو دپوهنځي يو تن محصل صفت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرني ځواکونه دې نه يواځې له مسلمانانو بښنه وغواړي ، بلکې قران کريم ته سپکاوي کوونکي دې محاکمه کړى شي .

 

هغه زياته کړه : (( افغان دولت دې بهرنيو ته اجازه نه ورکوي چې زموږ دملي او ديني اساساتو بې حرمتي او سپکاوى وکړي او له افغان دولت نه غواړو چې دغزني دپېښې عاملين ونيسي او دقانون منګلو ته يې وسپاري  . ))

 

د کرنې پوهنځي يو تن محصل سميع الله په داسې حال کې چې  قهرېدلى ښکارېده پژواک اژانس ته وويل :(( موږ نه غواړو چې بهرنيان دې زموږ د ښځو،ديني او ملي اساساتو او زموږ د خلکو بې حرمتي وکړي او بې ګناه خلک دې شهيدان او ټپيان کړي .  ))

 

دغو لاريون کوونکيو په خپلو شعارونو کې مرګ په امريکا،اوباما،په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو،اسراييلو او ژوندي دې وي  اسلام او اسلامي هېوادونه شعارونه ورکول .

 

لاريون کوونکيو په پاى کې  يوپرېکړه ليک ولوست چې په هغه کې له دولت   او نړيوالې ټولنې نه غوښتل شوي  چې امريکايي ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي،خپل سري عمليات دې نه کوي،دقران او اسلام درناوى دې وکړي .

 

په پرېکړه ليک کې زياته شوې، که چېرې ددوى غوښتنې ونه منل شي، نو دوى به خپلو سوله ييزو لاريونونو ته ادامه ورکوي .

 

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوى امان الله حميدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې لاريون په سوله ييزه توګه ترسره شوى او محصلين بېرته خپلو پوهنځيو ته راغلي دي .

 

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور پژواک اژانس ته وويل چې لاريون د سهار په نهه نيمو بجو پيل او تر لسو بجو پورې يې دوام درلود .

 

د هغه په وينا، په لاريون کې  شاوخوا ٥٠٠ تنو محصلينو برخه اخيستې وه او پوليسو يې کلک امنيت نيولى وو .

 

د يوه بل خبر له مخې ، په جلال اباد ښار کې دکمپيوټر ساينس پوهنځي محصلين هم د غزني د پېښې په غبرګون لاريون ته راووتل او د بهرنيو ځواکونو پر ضد يې شعارونه   ورکول .

 

ديادونې وړ ده، چې په غزني ولايت کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د کب په ٩مه شپه د دوو جوماتونو د تالاشۍ پر مهال د قران عظيم الشان بې حرمتي کړې وه.

 

ددې پېښې په غبرګون دغزني ښاريانو د کب په ٩مه ، لاريون وکړ، چې دپوليسو په ډزو يې يو شمېر لاريون کوونکي ټپيان شول .

Category: خبرونه | Views: 1556 | Added by: nasirzaland | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مارچ 2009  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024