pashtana منڅني, 2024-03-28, 6:31 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2009 » مارچ » 2 » هلمند:
هلمند:
1:02 PM


 

هلمند:
دپاکستان نامتو انگلیسی ژبی ورځپاڼې چه The News International  نومیږ ی دسږ کال دفبروری دمیاشتی په 24 نیټه خبر راکړچه دافغانستان دطالبانو مشرملا محمدعمرمجاهد خپل هغو برادرانو ته ته چه په شمالی او لویدیزوزیرستان کی فعالیت لری هدایت ورکری د ه چه پر  پاکستانی امنیتی قوتونوباندی خپل ټول یرغلونه ودروی.  ملا عمر لمړ ی یواستازی وزیرستان ته واستوله او ورپسی خپل مطلب د یو لیک په تر څ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرانو ته څرگند کړل. د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد د دغه اعلاميې په ترڅ كې پر پاكستاني طالبانو غږ كړى، چې له پاكستاني پوځ سره جګړه بنده كړي اود افغانی طالبانواوالقاعده سره یو ځای په افغانستان كې دميشتو بهرنيو ځواكونو پرخلاف وسله پورته كړي.

ملامحمد عمر پدغه پيغام کی د پاكستان د مذهبي ډلو مشرانو ته په خپل ليكلي خطاب كې رسولى دى. چه له مسلمانانو سره جهاد نه دى روا. ده په خپل پيغام كې ويلي: "پر پاكستاني امنيتي ځواكونو، په قبايلي سيمو كې د مسلمانانو وژل د مجاهدينو بدنامي ده، دا په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو پر وړاندې روان جهاد ته زيان اړوي".  د پاكستان د نيوزانترنشنل ورځپاڼې له مخې، ملامحمد عمر په وزيرستان كې د پاكستاني طالبانو له دريواړو ډلو، چې په دې وروستيو كې دISI او ملاعمرپه لمسون په يوه جبهه  (TTP)كې سره راغونډې شوې، غوښتي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو پرخلاف ګډ كار وكړي، ځكه امريكا او ناټو په افغانستان كې د خپلو پوځيانو شمېر ډېروي.  

داسلام یو ټیکدار چي جهادپه پاکستان کي ناروا بولي خوپه افغانستان کي روا
خپله دپیغلانو په منځ کي چړچې وهي خو زما د خویندواو لوڼو مکتبونه په بمونو الوزوي

دملا محمد عمر مجاهد ددغه لیک متن چه پر اخوانی پان اسلامیزم ولا ړ ه ده اوخپل وطن اوخللک دالقاعده اوISI   دگتودقربانی کولو معنی لری، دببرک کارمل هغه بیانیه ته ورته ده چه  پکی وویل: " دوستی افغان – شوروی شرط وطنپرستی است".  دکارمل خبری هم په "پرولتری انترنشنلیزم " ولا ړ ه وه خو کارمل دخپل عمر په آخرو ور ځوکی یو ایرانی خبریال سره په مرکه کی ویلی وه چه دهغه باور نه چه پرروسانودرلود سخت پښیمانه وه. 
پاکستانی  پو ځ دایران دپخوانی بادشاه دله مینځه تلونه راپدی خواه دامریکی دحکومت  دسیمه ایزژاندارم په ټوگه وظیفه تر سره کوی. دپاکستان امنیتی  ځواکونه په دغه دوره کی خپل معاشونه ا ووسلی دامریکا دحکومت نه اخلی. خوسره ددی دا پو ځ دخپل اخوانی افسرانوپه خاطراو لدی کبله چه دملا کارمل د"دوست هیواد"  پو ځ  ده، "مسلمان" بلل کیږی .  خو دملا عمرمجاهد په نظرنه یوا ځی افغان پوځیان او پولیس، بلکه افغان  ښوونکي، دجماعتونوملایان، داکتران، دلاری جو ړولوعادی کارکوونکی اوحتی هغه کلیوال چه دخپلی سیمي  دماینونوپه  پاکولو کی  بوخت دي کافران اومباح الدم گنل کیږ ی. یوا ځی په 2008 میلادی کال کی  په زرگونه تنه ملکی افغان وگړی دطالبانوپه نظامی فعالیتونه کی ووژل شول خو دملا محمدعمرمجاهد غږ  پورته نشوچه دافغان طالبان،  پاکستانی طالبان او القاعده  نه وغوا ړی چه پخپل تخریبی فعالیتونو کی دمسلمان ملی وگړی دژوندساتنی ته پاملرنه وکړ ي.
که ملا محمدعمر مجاهد په ر ښتیاهم یوافغان وای دافغانستان  ملی گتي تر القاعده او ISI گتي  لو ړ ګنل بایدپدغه شرایطو کی چه امریکا په افغانستان کی دخپل سرتیروشمیردزیاتوالی پلان لری، ټول طالبانو ته ویلی وای چه پرافغان  پو ځیانو باندی یرغل بندکړ ی اوددی دپاره چه په افغانستان  کی ویجاړونکی جگړ ه ختمه شی  اودملکی افغانانو وینه دالقاعده ، ISI ، ناتواو اییتلاف په لاس توی نشی  باید دیرژردافغان  دولت او ناتوداستازو سره دخارجی پوځونو دوتلو دزمانی پروگرام اودافغانستان دسیاسی استقلال دخوندی کیدو دپاره خبری پیل کړی وای. .  ملا عمرپه 1380 کال کی دبن لادن په خاطرافغانستان دجنگ په ډ گربدل کړ ه اوپدی ډ ول دخاین شمالی  ډلی تپلی دبیرته راتگ دپاره لاره اهواره شوه.  اوس ملاعمرمجاهد  غوا ړ ی چه پاکستانی طالبان او دالقاعده تر مشری لاندی نورخرابکارقوتونه دافغانستان دویجا ړ و لو دپاره متحد کړی.  نتیجه دا شو چه  TTP پاکستانی حکومت ته ددایمی اوربند وړاندیز وکړ . آفرین ملا کارمله!

ا. بارکزی   

Category: ليکني | Views: 1562 | Added by: nasirzaland | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مارچ 2009  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024