pashtana منڅني, 2024-04-25, 8:18 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 15 » طالب منګل
طالب منګل
7:13 AM

 

لټون           

د ليونومينو جنګ نه وء  ټول  غلي ناست وو

د ليونو دلاس کمر مې پسې ولټوو

د کابل هرئې سيورې سيورې ته مې ډډه  وکړه

غلى راستون شومه خيبر مي پسې ولټوو

له ډير ساړه نه به يو څو ځله شپونکى راپټ کړم

له واورو ډک واړه سپين غار مې پسې ولټوو

واړه غوټۍ  مې پسې خلاصې کړې د خيال په ګوتو

په وينو سور د زړګي سر مي پسې ولټوو

دغم کړنګ،کړنګ د مينې په سروګرځيد م

خوشخالۍ واړه هم اختر مې پسې ولټوو

هر يو منګى ته مې ټنګ ورکړ د چينې په اوبو

د پيغلو ډک هر يو ګودر مې پسې ولټوو

د هرې تورې او کنګل زنګ ته مې ډير وژړل
د (سکندر) د لاس خنجر مې پسې ولټوو

سپوږمۍ له ستورو سره هم ورپسې وګرځيده

راښکاره نه شو که دالمر مې پسې ولټوو

له هر ملنګ سره په ټولو کوڅو وګرځيدم

د دولتمند او غريب ورمې پسې ولټوو

 ښاپيرو هيڅ راته  ونه ويل ديوان نه وو خبر

د کوه قاف د غرونو سر مې پسې ولټوو

په وير ماتم کې د ګوليو ترشا پټ ورغلم

د پښتنو د جنګ لـښکر مي پسې ولټوو

د ارمان پيغله غريو نيولي، تربل کوره تلله

د ښائسته ناويو ولور مې پسې ولټوو

چا تعويذ نه جوړول او چا جادو کولې

د هر انسان د لاس هنر مې پسې ولټوو

(منګله)! خړې مې کړې لپې د (باميان) په لټو

د (بدخشان) د غرونو زر مې پسې ولټوو

هله پيدا مې کړجانان په خوست کې

چې د خستوالو مزديګر مې پسې ولټوو.

 

طالب (منګل) خوست

 

 

 

Category: شعرونه | Views: 960 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024