pashtana منڅني, 2024-04-18, 11:58 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 14 » پوليسو د زرمت ١٣ لاريون کوونکي ټپيان کړل
پوليسو د زرمت ١٣ لاريون کوونکي ټپيان کړل
4:27 PM

د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو د بمبار په پايله کې لاريون وشو، چې پوليسو پرې ډزې وکړي او ١٣ يې ټپيان کړل .

دغه لاريون نن سهار (شنبې، د غبرگولي ٢٥، د جون ١٤) پيل او لاريون کوونکو د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پرضد شعارونه له ځانه سره لېږدول او د خپلسرو عملياتو د نه کولو غوښتنه يې کوله .

دغه لاريون د ايتلافي ځواکونو لخوا د روانې مياشتې پر ٢٣مه په زرمت کې د يوه کور د بمبار په غبرگون کې وشو .

خو پوليسو لاريون تر پايه رسېدو پورې پرېنښود او د ډزو په کولو کې لاريون تيت پرک او ١٣ لاريون کوونکي يې ترېنه ټپيان کړل او مظاهره پاى ته ورسېده .

په زرمت کې روغتياپالان وايي چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .

دغو چارواکو لا دا هم ويلي چې په مظاهره کې بهرنيان او طالبان هم ورگډ شوي ول او غوښتل يې چې پر ولسوالۍ بريد وکړي .

خو د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکو د درو کسانو د ټپي کېدا خبره منلي ده .

تر دې وړاندې هم په پکتيکا او پکتيا کې د ايتلاف ځواکونو د عملياتو پر وړاندې مظاهرې شوې دي .

د ځايي خلکو پروينا، په دغه بمبار کې د شپږو ماشومانو او يوې مېرمنې په گډون ١٥ ولسي وگړي ووژل شول، خو ايتلاف ځواکونه بيا وايي چې په بمبار کې يې پنځه طالبان وژلي دي .     له بي بي سي څخه په مننې

Category: خبرونه | Views: 955 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024