pashtana یوني, 2024-04-16, 9:28 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 12 » د خوست ولايت د پيوستون خپرندويه ټولنې پيغام
د خوست ولايت د پيوستون خپرندويه ټولنې پيغام
8:23 AM

هيڅ خندامې لدې خلكوسره نه شي

ژړوي مـې هغـه تلي تلي خلك.

 

په هلمند كې د بي بي سي خبريال  عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام:

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو ځوان، تکړه او زوړور خبريال  د ناڅګندو كسانو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى. انا لله و انا اليه راجعون .
دا دى يو ځل بيا زموږ ځوريدلى ولس وځورول شو، د هيواد د ژورنالستانو له ډلې يو ځوان هڅاند او خوږ ژبى خبريال چې، د افغانستان د ډېر نا ارامه ولايت هلمند څخه به مو د ده په خوږه ژبه د سيمې له حلاتو ځانونه خبرول، په بي رحمۍ سره بيل شو،  دا ځوان عبدالصمد روحاني و.

 په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه او د دې سيمې ځوانان  د روحاني صاحب وژنه په كلكه غندي.

دغه ټولنه د روحاني وژنه د ملت د ژبې پرې كول بولي او مړينه يې د ولس لپاره يوه لويه  ضايعه ګني موږ د نوموړي كورنۍاو د ده نږدې خپلوانوته د غمرازۍ مراتب وړاندې کوو.

اوده ته له خدايه  جنت الفردوس او د ده وارثينوته د جميل صبرغوښتنه كوو.

په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه

 

Category: خبرونه | Views: 908 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 1
1 sfsf  
0
asdasdadadadasdasdadadasdasdadad

Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024