pashtana منڅني, 2024-04-18, 1:35 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 11 » محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
9:12 AM
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې

دصمد  روحاني روح ته
دلته ساندې او ویرونه
دلته وران ویجاړ کورونه
دا ببرې  زږئ ږیري
دا اوږده ببرسرونه
دا خوله وچي ماشومان
داپه وینو سره قبرونه
دادچا کمبختو کوردئ
چې راکته پرې سور اوردئ
دلته ولې ځوانان ژاړي
دلته څوک دومره کمزوردئ
زه چې وینم دا خوبست دئ
چې تاریخ ور باندې مست  دئ
چاانجیردئ لشکرګاه ده
دظالم په سر بلا ده
نو دانور شین سترګي څوک دي
دوې راغلي له کوم توک دي
هغه نور چې دشپې ګرځي
په کورونو باندې غورځي
دغه دواړه دي وژونکي
دغه دواړه غولوونکي
 یو دشپې او بل دورځې
 یومو  سروړي اوبل پزې
دا ړانده چې دلته ناست دي
دا ولاړدي او که ملاست دي
له  دوې ټولونه ځان هیر دئ
چې دوښمن ترې را چا پیر دئ
دوې دې غږکړي ایوب خان ته
دوې دې غږ کړي اکبرخان ته
دوې دې ستر احمد له ورشي
دوې دې غږ کړي  میرویس خان ته
 یا دې یو جوړ میر ویسخان کړي
دتدبیر په لار روان کړي
چې  رابیل کړي دوست دوښمن
دیووالي راکړي فن
په بمونو نه جوړیږي
په جنګونو  نه جوړیږي
 څو پښتون کې سر پیداشي
 څویو مشر نر پیداشي
پردي ولیږي خپل   کور ته
لاره وښايی خپل ورور ته
نوبه سوله په دې کور شي
زړه به جمع لږ  دمور شي
بیا به هیڅوک هم نه ژاړي
په صمد باندې به ویاړي
خدمتګار وايي  سلام
مبارک شه لوړمقام
دهلمند په لرغوني ولایت کې ځوان او وتلي ژورنالیست  شهید عبدالصمد روحاني ته
۲۰۰۸
جون ۸

 

Category: شعرونه | Views: 1313 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 1
1 marjan  
0
dear yusuf
your wibe sit is sooo nice and plz add some pome of rahman baba too
thanks
i hope to get more sccuess in ur life

Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024