د عبدالصمد، روحاني کورنۍته!
په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د لوى هلمند ځوان او پياوړى ژورناليست ، ارواښاد عبدالصمد روحاني تيره ورځ د وخشتناکې بلا له خوا د ټوپک په پامنه شپيلۍ د هغې معصوم بدن يې ټپي ټپي کړ.
د يوځوان او پياوړي ژورناليست، عبدالصمد روحاني ژوند يې د تل لپاره له خپلې خواږې کورنۍ واخيست .
مونږ د خوست ځوانان د هغې په مرګ زيات خواشيني يو .
او دهغې نه شتون يوه لويه ضايع بولو.
نو له همدې کبله د ارواښاد عبدالصمد روحاني درانې کورنۍ ته د خوست ځوانان د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.
اود هغې په غم کې ځانونه شريک بولي.
خداىج) دي روحاني وبخښي.
او د هغې کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوو.
په ډير ادب ، ناصر ځلاند د( ټول پښتانه) ويبپاڼې مسول
|