pashtana یوني, 2024-04-23, 11:19 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 9 » روحاني خاورو ته وسپارل شو
روحاني خاورو ته وسپارل شو
5:09 PM

ځوان خبريال عبدالصمد روحاني جنازه نن (دوشنبې، د غبرگولي ٢٠) له غرمې وړاندې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه .

د ځواني مرگ خبريال روحاني ورور حضرت محمد پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د جنازې لمونځ نن شاوخوا ١١ بجې په مارجه ولسوالۍ کې ادا او ارواښاد روحاني په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د خداى بښلي روحاني د جنازې په مراسمو کې د ١٠٠٠ خلکو له ونډې اخيستو سربېره د ځوانيمرگ خپلو خپلوانو، ليکوالانو، ژورنالېستانو او فرهنگيانو هم گډون کړى و .

د جنازې گډونوالو او د لښکرگاه د يوه قومي مشر عليشاه مظلوميار د روحاني وژل کېدل د ټول ولس وژل وبلل .

د طالبنو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې له روحاني سره دوى هېڅ ستونزه نه درلوده او ويلي دي چې هغه يو بې طرفه خبريال و .

احمدي زياته کړې چې طالبان نه يوازې د روحاني په وژنه کې لاس نه لري، بلکې غنده يې هم کوي .

 

 

Category: خبرونه | Views: 847 | Added by: tolpashtana | Rating: 5.0/1 |
Total comments: 2
2 عبدالرحمن زعیم  
0
پاک خدای دی د روحانی و ټولو ملگرو او کورنی ته صبر ورکړی. د روحانی شهادت د پښتون قام لپاره یو دردناک غم دی.

گران ورور ناصرجان ځلاند!

ستاسو سایټ می ډیر خوښ شو خدای مو تل پخپلو چاروکی بریالی لره، د لوی څښتن تعالی نه دا غواړم چی ټولو پښتنو ځوانانو ته قدرت ورکړی چی خپلو خلکو او هیواد ته کار وکړی.

په ډیر درنښت

عبدالرحمن زعیم
فراه - افغانستان


1 sfsf  
0
fsfsfsfs

Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024