pashtana منڅني, 2024-03-28, 1:12 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 5 » په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد
په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد
7:54 AM

ختيځ خوست ولايت چارواکي وايي د ځاځي ميدان په سرحدي ولسوالۍ کې د موټر بم په وسيله ځانمرگى بريد شوى دى .

دغه بريد نن (چارشنبې، د جون ٤) غرمه مهال شاوخوا يوولس نيمې بجې هغه مهال وشو کله چې پرواډو ډوله موټر د يادې شوې ولسوالۍ ودانۍ ته ور دننه شو .

د خوست د والي وياند خيبر پښتون وايي چې په دې بريد کې څلور کسان ټپيان دي چې دوه ولسي وگړي او دوه نور يې د ولسوالۍ کارکوونکي دي .

خو ځايي خلک بيا وايي چې ښايي په چاودنه کې تر دې ډېر کسان ژوبل شوي وي ، په دې چې چاودنه دومره زروره وه چې غږ يې ان په ليرو پرتو سيمو کې هم اورېدل شوى دى .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه د څلور پوليسو او ١٩ ولسي وگړو د ټپي کېدو خبره کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوى دى .

د خبرپاڼې پروينا، د ولسوالۍد ودانۍ په گډون يوشمېر نورې ودانۍ هم زيانمې شوې دي .

وسله والو طالبانو د بريد پړه پرغاړه اخيستې ده .

ددې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه ځانمرگى بريد د خوست ولايت د يوه اوسېدونکي عزيزالرحمن په وسيله شوى دى .

مجاهد زياتوي چې په دې چاودنه کې په لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، دا هغه ادعا ده چې چارواکي يې نه مني .

 

 

د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالي له کرمې ايجنسۍ سره گډه پوله لري، چې په دې ولايت کې نسبتآ ارامه ولسوالي وه .

د يادولو وړ ده چې په نوموړې ولسوالۍ کې دا لومړى ځل دى چې ځانمرگى بريد ترسره کېږي .
د روان زيږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې شاوخوا ٤٤ ځانمرګي بريدونه شوي، په داسې حال کې، چې په تېر زيږديز کال کې ١٣٧ ځانمرګي بريدونه شوي وو .

دا په داسې حال کې ده چې ناټو ځواکونو د روان کال له پيله په افغانستان کې د خپلو ٤٥ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى .

له بي بي سي سايټ څخه په مننې

 

Category: خبرونه | Views: 787 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024