pashtana منڅني, 2024-04-25, 4:43 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 3 » ناټو: افغانستان کې به د سولې تر ټينگېدا پاتې شو
ناټو: افغانستان کې به د سولې تر ټينگېدا پاتې شو
5:06 PM
   

په افغانستان کې د ناټو نوي قوماندان د خپلې دندې په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د سولې تر ټينگېدو د ناټو د ماموريت پر دوام ټينگار وکړ .

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال دان مکنېل ١٥ مياشتنۍ دنده نن رسمآ پاى ته ورسېده .

د هغه پرځاى يوه بل امريکايي جنرال ډېوېد مکرمن د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو د قوماندانۍ چارې پر غاړه واخيستې .

دغو مراسمو ته د افغانستان ولسمشر هم ورغلى و .

ډېوېد مکرمن هغه لوړ پوړى امريکايي جنرال دى چې څو کاله پخوا يې په عراق کې د صدام حسين د حکومت د نسکورېدو پرمهال د امريکايي پليو پوځونو مشري پرغاړه لرله .

اوس په افغانستان کې نوموړي ته د ناټو قومانده پر داسې مهال سپارل کېږي چې دغه ځواکونه د طالبانو له مخ په ډېرېدونکو بريدونو سره مخامخ دي .

جنرال مکرمن په کابل کې د ناټو پوځونو د قوماندې د اخيستو پرمهال ټينگار وکړ چې په افغانستان کې د سولې تر ټينگېدو به د ناټو ماموريت دوام ولري :

'' په داسې حال کې چې موږ نن د قوماندې د بدلون شاهدان يو، زموږ ماموريت بايد په پوره پياوړتيا پر مخ ولاړ شي . زموږ د ماموريت اصلي موخه د افغانستان د دولت ملاتړ، بيا رغونه او د سولې ټينگښت دى. له جنگياليو ډلو، بهرنيو جنگياليو او جنايت کاره ډلو سره به چې دغې موخې ته زموږ د رسېدو د مخې خنډ گرځي، سخت چلند وشي . ''

جنرال ډېوېد مکرمن ته افغانستان کې د مېشتو ناتو پوځونو د قوماندې سپارل د ولسمشر کرزي او نورو افغان او ناټو چارواکو په گډون په کابل کې تر سره شول .

افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو پوځونو د قوماندې د بدلېدو په مراسمو کې وويل، له دې سره سره چې په تېرو څو کلونو کې افغان او بهرنيو پوځونو له طالبانو سره په جگړه کې ښې لاسته راوړنې لرلې، خو بياهم د هغه په وينا دغه ځواکونه ډېر کارونه په مخ کې لري. هغه ټينگار وکړ چې د ښو شېبو ترڅنگ به ترخې شيبې هم په مخ کې ولري :

'' جنرال مکرمن افغانستان ته ښه راغلاست. په دغه هيواد کې به ستاسو دنده اسانه نه وي، خو زه پوهېږم چې تاسو او افغان ځواکونه به دغه ماموريت ښه پرمخ بوځي. ډېرې ورځې په مخ کې لرو. ښې او بدې ورځې .

موږ له ترهگرۍ سره مخامخ يو، په دغې لاره کې به ډېر له منځه ولاړ شي. ډېر افغان او ناټو سرتيري به ووژل شي، خو موږ بايد يو موټى و اوسو او خپل ماموريت په جديت پرمخ بوځو.''

وړاندې تر دې په افغانستان کې د ناټو پوځونو پخواني قوماندان جنرال دان مکنيل د خپلې دندې په وروستيو کې خبر ورکړى و چې ځواکوه يې دمنابعو له کمښت سره مخامخ دي. هغه وويل چې له ترهگرۍ سره په جگړه کې د برياليتوب لپاره ډېرو پوځونو او تجهيزاتو ته اړتيا ده .

جنرال دان مکنېل د ١٥ مياشتو لپاره په افغانستان کې د ناټو پوځونو قومانده پرغاړه لرله. د هغه د دندې په لړ کې په افغانستان کې د ناټو پوځونو شمېره له ٣٣ زرو نژدې ٥٣ زرو تنو ته ورسېده .

له بي بي سي سايټ نه په مننې

Category: خبرونه | Views: 752 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024