pashtana اوني, 2017-07-24, 5:39 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » جون » 1 » وېره
وېره
5:15 PM
بازمحمد . عابد
                                                                وېره        
 
 
    د پيښور په يوه ګن بازار كې مې د ماشومانو د لوبو شيان په يوه كراچي كې د خرڅلاو لپاره ايښي وو. كله كله به مې د ماشومانو د پام را اړولو په خاطر د لوبو له  شرنګانو څخه شرنګ هم پورته كاوه. په داسې حال كې چې له يوې ښځې سره درې ماشومان د لوبو د شيانو په خوښولو بوخت وو، د موټر د بريكونو د يوه ناتاره غږ  سره د يوه ماشوم غږ مې پام د عمومي سرك پر لور واړوه. و مې ليدل چې د بورد تاكال مزدا بس غبرګ ټايرونه د ماشوم په غبرګو پښو وختل. دې پيښې ته تر هرچا زه نږدې اوم. ورخيز مې كړ، له ماشوم څخه مې غيږه تاوه كړه. په داسې حال كې چې ماشوم راته سپينې، سپينې كتل خو له خولې نه يې چونګ هم نه خاته. په دې وخت كې دوه كسه ځوانان چې د پوهنتون لباس يې په تن و، راورسيدل. يوه ماشوم له يوه لاسه او بل له بله لاسه ونيوه او په هوا يې د غربۍ پوليسو د ماموريت تر څنګ د ښاروالۍ روغتون ته ورسوو. دا پيښه د پوليسو ماموريت ته تقريباٌ سل متره واټن كې وشوه. په لږه شيبه كې په لسګونو كسان د پيښې ځاى ته راورسيدل، خو د پوليسو هيڅ درك نه لګيده. په داسې حال كې چې هغه ځوانانو ژوبل ماشوم د پولسو تر څنګ تير كړ.
بس د حركت په حال كې و چې ما يې نمبر په يوه كاغذ نوټ كړ او په كراچۍ كې مې د نورو اسنادونو تر څنګ
 
كيښود.
له دې پيښې نه دوه ورځې وروسته د دوه ګلونو تاڼيدار راغى او د پيښځاى پر سر ودريده او په كتابچه كې يې په ليكلو پيل وكړ.لږه شيبه وروسته تاڼيدار زما مخامخ دوكاندار ته چې رخت پلورونكى و، ورغى او د پيښې په هكله يې ترينه پوښتنه وكړه. هغه ماته لاس ونيوه او تاڼيدار نيغ زما خواته راغى، زه يې د خپلې چوكۍ نه پورته كړم او په خبرو يې پيل وكړ:
_ روز ګار دې څنګه دى بچوړيه!
_ بس د خداى فضل دى تاڼيدار صاحب، دال ساګ په كې ووځي.
_ څوك خو درسره چيړ نه كوي؟
_ نه صاحبه.
 
بې غمه دې خپل كار كوه،كه كله درسره چا چيړ راواخيسته چې ما خبر كړې.
_ ډيره مهرباني تاڼيدار صاحب. كه چا تنګول راواخيسته نو حتماَ به ستاسې نه مرسته وغواړم.
د پشكال مياشت وه، ز ما د ململ نرۍ جامې په تن وې. په جيب كې مې د دوكاندارانو د اتحاديې كارت له ورايه مالوميده. د تاڼيدار سترګې زما په جيب ونښتې او سم له واره يې راته وويل:
_ ته راكړه ګله دا كارت دې چې لږ يې ووينم.
_ وګوره صاحبه.
تاڼيدار كارت واخيست او بې له دې چې له ما نه پوښتنه وكړي. دوسيه يې خلاصه كړه او زما پوره پته يې په كې وليكه او راته يې وويل:
_ ديداره! تيره ورځ چې دلته ماشوم مزدا وهلى و، هغه په حق ورسيده او ته په كې چشم ديد ګواه يې.
_ دا څه وايې تاڼيدار صاحب، زه غريب سړى يم. ما په دې لانجو كې مه رانيسه. پريږده چې خپلو بچو ته رزق پيدا كړم.
_ ولې ستا په رزق كې څوك لته وهي او ته له چا نه ويريږې، زه درسره يم، تاڼه درسره ده او ټول حاكومت ( حكومت) درسره دى. ته راكړه هغه نمبر چې دې نوټ كړى دى.
_ ما خو نمبر نه دى نوټ كړى تاڼيدار صاحب او نه مې كومه پيښه ليدلې ده.
_ شابه راوښيه ټايم مه ضايعه كوه چې زه نور كارونه هم لرم.
_ تاڼيدار صاحب د څه نمبر رانه غواړې ؟
_ ټيك ده، ته خو راته نمبر نه راكوې، زه مجبور يم چې په دې ريړه( كراچۍ) كې يې خپله ولټوم.
تاڼيدار هغه ځاى ته لاس تير كړ چې ما به په كې ځينې يادښتونه ساتل. يو بنډل كاغذونه يې راواخيستل او چې څنګه يې په لټون پيل وكړ، نو زما د زړه درزا په زياتيدو شوه. يو كاغذ يې ترې راواخيسته، يوه فاتحانه موسكا يې وكړه او سم له واره يې وويل:
_ پيدا مې كړو، پيدا مې كړو. بيلكل همدا نمبر دى پي آر ايل چوبيس تريهتر (2473)
 
همدا به وي كنه ديداره؟
_ زه نه يم خبر تاڼيدار صاحب.
_ نو دا څه دي چې دلته دې سمبال كړي دي.
_ نه پوهيږم. زما په ځاى مې كله كله ورور هم كيني، كيداى شي دا مې ورور څه شى ياداشت كړى وي.
_ بس ډير ځان وقي وقي مه جوړوه، زه لاړم چې دا مزدا پيدا كړم او كه پيدا مې نه كړه، قسم مې دې په خداى وي چې اډه په اډه دې له ځان سره وګرځوم او درباندې پيدا يې كړم.
تاڼيدار په تلو تلو كې راباندې سترګې راوايستې او په خپله مخه لاړ، خو زه يې يو عالم انديښنو ته وركړم. د لږې شيبې له پاره مې توجه د بريك ناتاره اواز او د ماشوم چيغه مخې ته ودريده، فشار مې ښكته شو، په سترګو مې تياره راغله او بې دمه په خپلې چوكۍ كيناستم.
ورځ مې ټوله په خپګان تيره شوه او د شپې مې خوب آرام هم نه و. كه د لږې شيبې له پاره به مې سترګې سره ورغلې، نو تاڼيدار به مې مخې ته نيغ ودريده او په خوب كې به مې ناڅاپه خېز وكړ.
سبا ته چې بيا د كار ځاى ته راغلم، ساخت موده به وه چې تاڼيدار مې خوا ته راغلو او راته يې وويل:
_ ديداره! له يوه غمه خو مې خلاص كړې، هغه موټر د ډريور سره ګرفتار شو، خو ډريور پيانچوټ
           
( حرامي) جرم نه مني، موږ اوس كيس كچرو( څارنوالۍ ) ته ليږو. كه ستا د ګواهۍ ضرورت شو چې بيا په ځاى اوسې.
_ تاڼيدار صاحب ما درته پرون هم ويلي وو چې ما نه څه ليدلي او نه زه د كومې پيښې ګواه يم. د خداى خاطر وكړه، ما ته كار مه ګوره.
_ ته بې غمه شه تا ته به څوك پورته هم و نه ګوري.
_ زه په چا ګواهي نه شم ويلى تاڼيدار صاحب.
_ ستا پلار به هم ګواهي وايي. څه پوه شوې. زه اوس لاړم او چې ستا د ګواهۍ وخت راغلو، نو په كش كولو دې بوځم. پوه شوې؟
تاڼيدار لاړخو زه يې د وهمونو لړۍ ته پريښودم. دا ورځ مې هم ټوله په ويره ويره تيره كړه. هره شيبه به مې په زړه كې د تاڼيدار د راتلو ويره وه، خو دا ورځ هم تيره شوه.
سبا چې بيا د كار ځاى ته راغلم او په كراچۍ مې د ماشومانو د لوبو شيان جوړول
 
نو درې تنه ځوانان چې واسكټونه يې په تن وو او سپينې خولۍ يې هم په سر كړې وې، يو يې سلام واچاوه او سم له وار يې پوښتنه وكړه:
_ روكى جانه، ديدار ستا نامه ده؟
_ خدمت وايه وروره!
_ ته خپله ديدار يې؟
_ نه، ديدار زما مشر ورور دى. خير خو به وي؟
_ نه كنه يار، كاشكې خير و.
_ خداى دې خير كړي، خبره څه ده؟
_ خبره دا ده چې د لته چې كومې مزدې ماشوم وهلى و، هغه مزدا زموږ وه او ډريور هم زموږ خپل سړى دى. موږ
 
د دې كيس نه منكر شوي يو، خو ستا مشر ورورديدار دى او كه ميدار دى د هغې كيس چشم ديد ګواه دى.
_ هغه خو چشم ديد ګواه نه دى، خو يو تاڼيدار راغلى و او په زوره يې د هغه نامه او پته ليكلې ده.
_ هر څه چې شوي دي ورور ته دې ووايه چې د دې كيس نه ځان ليرې وساتي. كه نه زموږ مزدا د ورځې دوه زره روپۍ ګټي. او دا هم واوره چې كه ستا ورور د دې كيس ګواه شو، نو قسم مې دې په خداى وي چې د ټول كيس تاوان ترينه واخلم او هم چې تر هغې زموږ لارۍ نه وي راخلاصه شوي، نو د ورځې ورپسې دوه زره كالدارې چارج كوم. موږ ځو خو ورور دي وپوهوه چې په موږ ګواهي و نه وايي.
د تاڼيدار ويره مې لا له زړه نه نه وه وتلې چې دا لانجه هم راته مخې ته ودرېده. پريشاني مې زياته شوه. هيڅ نه پوهيدم چې څه وكړم. په چرتونو كې تللى اوم چې يو دوست مې چې
 
بركت خان نوميدو او د پيښور پوليسو سره يې راشه درشه ډېره وه، راغلو . هغه ته مې ټوله كيسه وكړه. هغه راته ډاډ راكړ، له لاسه يې ونيولم او نيغ يې تاڼې ته بوتلم او څنګه چې ماهاغه تاڼيدار وليده، نو دوست ته مې وويل چې دا يو دى. دوست مې پرې له ورايه غږ وكړ :
_اميررازق خان څينګه چل دى. دا زما يار دې څينګه په چشم ديد ګواه كې له ځان سره نيولى دي؟ دا دې له كتاب نه ايسته كړه. څه له يې د خلكو سره په شر اچوې؟
تاڼيدار مې دوست ته وويل:
_ والله، خان! كيس خودايس پي تر افسه هم رسيدلى دى او څو ځايه كافي شوى هم دى. اوس يې هيڅ چاره نه كيږي.
بس نور نه پوهيږم خو څه چاره يې وكړه.
_ خان! اوس يې زما له لاسه چاره وتې ده.
_ نو تا ته چا ويلې چې دا خواركى چشم ديد ګواه ونيسه؟
_ نو ما ته څه پته وه چې دا ستا دوست دى؟
_ بس چې چاره يې نه شې كولى دا هم ګواهي ته نه شي درتلى. هلته ورته د مزدې والا ګواښونه كوي چې د ټول كيس تاوان در نه اخلم او دلته تا تنګول را اخيستي دي.
_ بس شوى كار دى خان!
_ تا خو خپل كار كړى دى، خو زه هم ستا كار كوم، چې هفته راد بره كيږي، نو په لين ( د ښاري پوليسو مركز)كې دې حاضري لګوه.
_ دا څه وايې بركت خانه! څه له مې د مور په ... منډې!
_ تا چې زما يار د توپې خولې ته جوړ كړى، دا هيڅ هم نه دي؟ تا نه دا ډير مجبوره دى، هفتې كې دننه، دننه چې دې زما د يار نامه د ګواهۍ د ليشت ( لست) نه و نه ايسته، د ده خو به زه چاره وكړمه او ته به دې حاضري په لين كې لګوې. لاړو درنه!!!
_ بركت خان تا ته خو د انګريز قانون مالوم دى چې په كاغذونو كې يو ځل بره لاړ شي، بيا نو كه هر څو دا كيس د هر چا وي له وس نه وتلې خبره ده چې ګوتې په كې ووهل شي. او ما ته څه پته وه چې ديدارخان ستادوست دى.
بس رازقيه په نورو اينټو پينټودې نه پوهيږم، تا ته مالومه ده چې زما يوه خبره وي.
زه او بركت خان له تاڼې نه د راووتو په حال كې وو چې ما شاته وكتل، نو تاڼيدار خپلې سترګې په ځمكه ژورې
 
ګنډلې وې.
كله چې بيرته كار ځاى ته راورسيدو، نو بركت خان
 
ما ته وويل چې د څو ورځو له پاره ځان يوې ډډې ته كړه او ما سره په رابطه كې اوسه.
دا داسې وخت و چې زما د تره زوى د ډيرې ګرمۍ له وجې د سوات بحرين سيمې ته د دوه درې مياشتو له پاره خپله كورنۍ بوتلي وه. پرته له دې نه چې د پيښې په باب كور كې څه ووايم، خپل ماشومان مې له ځان سره كړل او سوات لاړم. تر ما كشر ورور مې په جريان كې شريك كړ او هره ورځ به مې ورسره د تليفون له لارې خبرې كولې. ورور به مې د تاڼې د يوه پوليس نه په دې اړه مالومات اخيستل او ما ته به يې احوال راكاوه. څه كم دوه مياشتې مې په سوات كې اړولي وو،خو د لانجې حل نه راوتو. هره ورځ به مې د ورور له خولې اوريدل چې افريدي خپل جرم نه قبلوي درې څلور ځل خو يې راته دا هم ويلي وو چې دلته يو تاڼيدار راپسې هر وخت راروان وي او راته وايي چې ورور دې چې له هره ځايه وي راپيدا كړه چې ټول كيس ورته معطل دى، كه نه دا كار به رانه نور و نه لګوې.
ما به چې دا خبره په تليفون كې د ورور له خولې واوريده، نو د سوات په هوا كې به په ما خوله راماته شوه، غړي به مې سست شول او د نورو خبرو د اوريدو تاب به مې له لاسه وركړ.
په كور كې به هم تل پريشانه وم. هر وخت به مې ميرمنې راڅخه پوښتل چې په ما څه شوي دي، ولې د پخوا په څير ډوډۍ نه شم خوړلې، ولې د ماشومانو سره د پخوا په څير مينه نه كوم او ....
خو ما سره پرته له دې نه چې په ستغه ژبه ورته بد رد ووايم، بل هيڅ نه د ويلو نه وو.
دوه درې ځلې مې د بركت خان سره مې هم په تليفون رابطه شوې وه. هغه راته ويلي وو چې ته بې غمه اوسه تاڼيدار
 
خو مې درته لين ته رسولى دى او د لانجې د حل په جرګه مارو كې هم يم.
يوه ورځ چې مې ورور ته تليفون وكړ، نو راته ويې ويل چې زما ملګرى پوليس وايي چې زه خپله له ديدار سره خبرې كوم، زه هغه پسې ځم، ته لس مينټه وروسته فون وكړه.
پوره لس دقيقې وروسته چې مې تليفون وكړ، نو پوليس غوږى واخيست، له سلامه وروسته يې راته وويل:
_ ديداره! د هغوى جرګه نامامه شوه، سبا نه او بل سبا كيس بيا عدالت ته روان دى، د كيس د ختمولو له پاره ستا موجوديت ډير ضروري دى، كه چيرې ته حاضر نه شوې، نو ستا د ګرفتارۍ وارنټ به
 
جاري كيږي، نوره دې خوښه خپله ده.
ما چې د پوليس خبرې واوريدې، په ژبه كې مې لاړې وچې شوې، په بدن مې خوله راماته شوه، ويښتان مې شخ شخ ودرېدل چې پوليس راباندې غږ وكړ:
_ څنګه غلى شوې، لكه چې وويرېدې؟
_ زما پلار به هم ويريږي.
_ مړه! ځوان ځلمى يې، حوصله پيدا كړه، دا خو يوه مامولي كيس دى.
_ څنګه مامولي دى، د مړي
 
ګواهي راباندې وايي.
_ يار دا خو تشه ګواهي ده، خلك مړي كوي.
_ بس هر څه چې كيږي، زه نه حاضريږم چې شاهدي ووايم.
_ والله ته خو په رښتيا وويريدې، هسې ټوكې كوم. نن د هغه خلكو فيصله كن جرګه وه، مسله يې حل شوه، سبا ته يې د تاڼې نه هم كار خلاصيږي.
_ په ايمان يې وايې؟
_ هو.
_ ته زما ورور ته تليفون وكړه.
_ سمه ده.
_ هيلو.
_ څه حساب دى روكى جانه، دا خبره سمه ده چې د هغه خلكو روغه وشوه.
_ هو، روغه يې شوې ده.
دا خبره څه وه چې د خوشحالۍ نه مې په تير ماسپښين له سواته كډه رابار كړه او كورنۍ ته مې ځان راورسوو.
د دې خبرې نه ډير كلونه تير شوي دي، خو اوس هم چې كله زه د موټر د بريكونو ناتاره اواز واورم، ويښته مې زيږه شي، هغه ماشوم مې نيغ سترګو ته ودريږي او په ټول بدن مې ويره خوره شي.

2004 د سپتمبر14 خيرخانه، كابل

 

Category: لنډې کیسې | Views: 679 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  جون 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2017