pashtana بنڅني, 2024-04-20, 4:20 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 31 » افغانستان له جرسي ټاپو سره پاىلوبې ته ووت
افغانستان له جرسي ټاپو سره پاىلوبې ته ووت
8:53 AM

نیپال ته په ٣٧ منډو ماتې د افغانستان لپاره نه يوازې د روانو اتلوليو پايلوبې ته لار پرانيسته بلکې د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو په لور يې هم ورنژدې کړل .

افغانستان که پايلوبه وګټي يا يې وبايللي په دواړو حالاتو کې به دوی د اکتوبر په مياشت کې د تنزانيا په سياليو کې برخه اخلي چې د ٢٠١١ کال اتلوليو ته د غوراوي بل پړاو دی .

نيپال د ډیرو په ګومان د دغو اتلوليو ګټونکی ګڼل کيده . دوی په ټولو لوبو کې خپلو مخالفانو ته په اسانۍ ماتې ورکړې وې .

د دوی بالر محبوب عالم په یوه لوبه کې ١٠ لوبغاړی سوځولي و او منډه جوړونکو يې هم په هره لوبه کې تر ١٨٠ ډیرې منډې کړې وې .

افغان لوبغاړي هم د دوی له قوته خبر و . خو په خپله وړتيا يې هم باور درلود . . له بي بي سي سايټ نه په مننۍ

افغانستان په دغو اتلوليو کې تر اوسه د منډو جوړولو په ډګر کې ښه لوبه نه ده کړې .

شايد همدا علت و چې کپتان نوروز منګل د پچې يا شير خط تر ګټلو وروسته لومړی منډو ته ملا وتړله .

د جرسی ټاپو په باراني او له وريځو ډک اسمان کې افغان لوبغاړو ته لوبه اسانه نه وه .

د دوی د سر لوبغاړی بیا هم ژر ژر وسوځيدل . خو محمد نبي عيسی خيل چې تر اوسه په دغو لوبو کې نه و ځليدلی خپله وړتيا وښوده .

ده ٤٨منډې وکړې . ورسره ريس احمدزی هم وځليد او ٢٢ منډې يې درلودې .

د افغانستان له لورې ١٤٢ منډې ډيرې نه وې .

د نيپال منډه جوړونکو ته په پام سره او د هوا په ښه کيدو دا امکان ډير و چې افغانستان لوبه وبايللي .

خو د افغانستان دولت احمدزي ، درې ، حميد حسن ، نبی عيسی خيل او هستی ګل دوه دوه لوبغاړی وسوځول او احمد شاه وروستی کس اووټ کړ .

افغان لوبغاړو چې وروستی نيپالی سوځاوه نو لا هم ٣٧ منډې پاتې وې او پنځه اوورونه و .

اوس به افغانستان په پايلوبه کې له کوربه هيواد جرسي سره لوبه کوي .

جرسي په دويمه نيمه پايلوبه کې امريکا ته په اسانۍ ماتې ورکړه .

کوربه هيواد لومړی منډې وکړې او امريکا ته یې د ٢٢١ منډو هدف وټاکه .

امريکا يوازې په ١٣٦ منډو وسوځيده او د جرسی او افغانستان پايلوبې ته يې لار پرانيسته .

جرسي او افغانستان د باران له امله په لومړي پړاو کې لوبه ونه کړای شوه اوس به د شنبې په ورځ معلوميږي چې د دغو سياليو د سيالانو سيال به څوک وي .

 

 

 

Category: خبرونه | Views: 836 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024