pashtana بنڅني, 2024-04-20, 0:37 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 29 » د ترافکي پيښې له امله ١٤ کسان مړشول
د ترافکي پيښې له امله ١٤ کسان مړشول
4:20 PM

د افغانستان په شمال لوېديځ بدخشان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله ١٤ کسان مړه او ٥٢ نور ولسي وگړي ټپيان شوي دي .

دغه پېښه نن (چارشنبې، د غبرگولي پر اتمه) سهار هغه مهال وشوه کله چې د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ نه فيض اباد ته د ښځو او ماشومانو په گډون له ولسي وگړو يو ډک کاماز موټر د ارگو ولسوالۍ د ريزکان په کوتل کې چپه شو .

د بدخشان د ترافيکو عمومي مدير محمد ابراهيم وايي په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په گډون ١٤ کسان وژل شوي او ٥٢ نور ټپيان دي .

نوموړى زياتوي چې د پېښې ډېرى قربانيان ښځې او ماشومان دي .

د نوموړي پروينا، دغه خلک د شېوې په نامۀ ځاى ته روان وو چې هلته يې د مالونو لپاره څړځايونه ول .
د پېښې د رامنځته کېدا لامل د لارې خرابوالى په گوته شوى دى .

ځايي چارواکي وايي چې ټپيان د فيض اباد ٨٠ بستريز روغتون ته وړل شوي او هلته تر درملنې لاندې دي .

د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښې وړ او نازک ښودل شوى دى، او ځايي چارواکي وايي چې ټپيان بايد ژر ترژره کابل ته د الوتکو له لارې يوړل شوي که نه نو ښايي چې د مړو شمېره تردې هم ډېره شي .

بل خوا د همدې ولايت د امنيه قومندان اقا نور وايي چې په پېښه کې پنځه ښځې، شپږ ماشومان او درې نارينه مړه شوي دي .

بدخشان د افغانستان په شمال لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى چې سړکونه يې خام او صعب العبور دي .

تر دې وړاندې هم دا ډول ترافيکي پېښه تېر کال د غزني په ولاتي کې شوې وه، چې په پايله کې يې ٣٢ کسان وژل شوي وو او ٢٥ نور ټپيان وو .     مننه له بي بي سي نه

 

Category: خبرونه | Views: 693 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024